په کندهار کې د تېلو په پلورنځي کې اور لګېدلی

د کندهار سیمه ایز چارواکي وایي، نن سهار شاوخوا لس بجې په دې ولایت کې د تیلو په یو پلورنځي کې اورلګیدلی او د سر او مال زیان یې اړولی.

د کندهار ولایت د انحصاراتو رييس محمد عثمان وایي، په دې اور لګیدنه کې د تیلو د دې پلورنځي یو کارکوونکی وژل شوی او شاخوا پنځوس زره لیتره تیل سوځیدلي دي.

نوموړي وایي دغه اورلګیدنه په پلورنځی کې د جنراتور د بریښنا د شارټي له امله را منځ ته شوې.