په ننګرهار کې سېلابونو يوځل بيا٩ تنه ووژل

د ننګرهار ولايت په دره نور او اچين ولسواليو کې د شنبې په ورځ يو ځل بيا بارانونو او سېلاب مرګ ژوبله اړولې.

چارواکي وايي په دغه دواړو سيمو کې ٩ تنه مړه شوي، خو سيمه ايز اوسېدونکي د مړو په خوا کې د زخميان خبره هم کوي.

د ننګرهار ولايتي شورا کې د دره نور ولسوالۍ د خلکو استازي ضابط امير محمد وويل:


اصلاً له تېرو ديارلس ورځو راهيسې بارانونه اوري، چې تر اوسه پورې درې سوه او پنځوس کورونه يا نړېدلي او يا اوبه ورننوتي، ګڼ خلک له کورونونه وتلي، خو يو نيم د ځاى د نشتوالي له امله لا هم په کورونو کې پاتې و، چې د خالي په شپه ناوخته د دره نور ولسوالۍ په لمټک کې د يو کور د چت پرېوتو له امله يوه ښځه او د هغې دوه ماشومان مړه شول او درې ماشومان يې زخميان پاتې دي.

ده وويل: تر اوسه پورې حکومتي ادارو او موسسو کومه خاصه مرسته نه ده کړې. د سېلاب او باران له اولو درې ورځو وروسته لږ څه اوړه او غوړي تقسيم شوي، خو خلک سرپنا نه لري، چې سرپنا نه وي نورې مرستې ګټه نه لري.

د جلال اباد جنوب ختيځ ته د شينوارو په اچين ولسوالۍ کې هم سېلاب مرګ ژوبله اړولې ده. د اچين ولسوالۍ د انکشافي شورا مشر نصيب الله وويل:

لومړني سېلاب هم ډېر زيان اړولى و، خو د خالي په ورځ را وتلي سېلاب د خلکو ورغلى پرهر يو ځل بيا تازه کړ او دوه تنه يې په يو ځاى کې ووژل، دوه تنه يې په بل ځاى کې زخميان کړل، دغه راز يې ګڼ فصلونه او لسګونه جريبه کرنيزه ځمکه لاهو کړه.

ده زیاته کړه: تر اوسه حکومت کومه مرسته نه ده کړې او لازمه ده چې پوښتنه يې وشي، د ننګرهار د والي وياند احمدضيا عبدالزي وويل: دوى ته د تازه سېلاب خبر ور رسېدلى او دوى يې په اړه لاس په کار شوي. ده وويل:

په دره نور او اچين دواړو سيمو کې سېلابونو ٩ تنه وژلي او د نورو لپاره د سروې ټيمونه سيمو ته ورغلي او د معلوماتو ترپوره کېدو وروسته به ډېر ژر د مرستود وېش کار پيل شي.

محمد داود وفا