هیلري:امریکا په ټولې نړۍ کې د مذهبي ازادۍ دفاع ته ژمن دی

د امریکا د متحده ایالاتو د بهرنیو چارو وزیره هیلري کلنټن وایي، متحده ایالات په ایران کې د مذهبي اقلیتونو په وړاندې د حکومت له چال چلند څخه سخت اندیښمن دي.

د پنجشنبې په ورځ د بهایي ډلې اوه تنه مشران په شل کاله بند محکوم شول، د امریکا د بهرنیو چارو وزیرې په یوه بیان کې ویلي، متحده ایالات په ټولې نړۍ کې د مذهبي ازادۍ دفاع ته ژمن دی او د ایران بهایان یي له یاده نه دي ایستلي.

بهایان په ایران کې ستر مذهبي اقلیت دی. د دې ډلې مشران د ۲۰۰۸ کال مې میاشت کې، بهرنیانو ته د جاسوسۍ، په نړۍ کې د فساد خپرولو ، اسلام ته د زیان رسولو او له اسراییلو سره د همکارۍ په تورونو نیول شوي وو.