ناټو:د هالنډي ځواكونو وتل به زموږ په ماموريت كومه اغيزه ونه كړي

افغان دولت او په كابل كې د ناټو ځواكونو چارواكي وايي، چې له افغانستان څخه د هالنډي ځواكونو وتل به په دغه هېواد كې د نړېوالو ځواكونو په ماموريت كومه اغيزه ونه كړي. څه كم دوه زرو هالڼدي ځواكونو چې له تېرو څلورو كلونو راهيسې په ارزګان ولايت كې ميشته و، نن ( د يكشنبې په ورځ) له افغانستان څخه وتل پيل كړل.
كه څه هم له افغانستان څخه د هالنډي ځواكونو وتل زياترو عامو افغانانو ته ښايي يوه جدي پېښه و اوسي، خو افغان دولت او د ناټو ځواكونو چارواكي په دې باور دي چې په افغانستان كې به د نړېوالو ځواكونو په ماموريت كومه اغيزه ونه كړي.

د افغانستان د جمهوري رياست چارواكي وايي چې افغان دولت په ارزګان ولايت كې د خپل ماموريت په دوران كې د هالنډي ځواكونو له قربانيو او مرستو مننه او ستاينه كوي.

د افغانستان د ولسمشر د وياند مرسيتال حامد علمي له ازادۍ راډيو سره په خبرو كې وويل، چې افغان دولت په دې باور دى چې د هالنډيانو په شان به نور ټول بهرني ځواكونه له افغانستانه يوه ورځ وځي او امنيتي مسئوليتونه به افغان ځواكونه پر غاړه اخلي.

هالنډ په افغانستان کې څه كم دوه زره سرتېري لري، چې له تېرو څلورو کلونو راهيسې په ارزګان ولايت کې له اسټراليايي ځواکونو سره ګډ مېشت وو.

دوى له پوځي چارو سربيره په ارزګان ولايت كې د بيارغونې يو لړ پروژې هم پر مخ وړلې، خو هالنډيانو په افغانستان كې د خپل ماموريت په څلورو كلونو كې د ځينو نورو هېوادونو په پرتله لږ تلفات ليدلي دي.

چارواكي يې وايي، څلورويشت تنه يې وژل شوي و او له سلو يې ډير ټپيان شوي دي، ښايي د دوى د كمو تلفاتو اساسي علت به دا وه چې د ارزګان د چارواكو په وينا په جګړو كې يې ډيره برخه نه اخيستله.

په كابل كې د ناټو ځواكونو وياند جوزف بلاټس هم وايي چې د هالنډي ځواكونو وتل په د دغه سازمان په پوځي ماموريت كومه اغيزه ونه كړي.

هغه په يوه خبري كنفرانس كې وويل، چې په افغانستان كې د افغان او بهرنيو ځواكونو شمېر ورځ تر بلې ډيريږي او د هغوي ځاى به خالي نه پاتې كيږي:

"د ايساف او د افغان ملي امنيتي ځواكونو عمومي شمېر په زياتيدو دى. موږ له مخكې خپل پوره ځواكونه لرو، موږ د دې ظرفيتونه لرو چې ډاډمنه كړې، ارزګان به يوازې نه پاتې كيږي.

د ارزګان ګډه قومندانۍ به په دغه ولايت كې مسئوليت پرغاړه واخلي، په دې قومنداني كې د بېلابېلو هېوادونو لږ او ډير ځواكونه شامل دي. "

يو شمېر نور هېوادونه هم له افغانستان څخه د خپلو ځواكونو د ايستلو خبره كوي، کانادا ويلي چې راتلونکى کال به خپل سرتېري له افغانستانه وباسي، په ورپسې كال كې پولنډ له افغانستان څخه د خپلوسرتېرو د ستنولو هوډ لري.

د امريكا متحده ايالاتو هم د راتلونكې ميلادي كال د جولاى مياشت له افغانستان څخه د خپلو ځواكونو د ايستلو د پيل نېټه اعلان كړې.

كه څه هم افغان دولت ډاډ څرګند كړى چې ځواكونه به يې تر دوه زرو څوارلسم كال پورې له بهرنيو ځواكونو څخه د بشپړ امنيتي مسئوليت اخيستلو جوګه وي، خو د افغان ځواكونو اوسني وضعيت ته په كتو سره په عمل كې د دغې چارې ترسره كېدل اسانه نه بريښي.