روسیه: ایران د اټومي وسلو د جوړلو د ظرفیت پیدا کولو ته نږدې دی

د روسیې جمهور رییس دیمیتري میدفیدیف پرون وویل، ایران د اټومي وسلو د جوړولو د ظرفیت پیدا کولو ته د نږدې کېدو په حال کې دي.

میدیفیدیف دا خبرې په مسکو کې د سفیرانو په یوې غونډې کې وکړې. د مسکو او تهران روابط تر هغه وروسته خړپړ شول، چې روسیې د ایران د اټومي پروګرام په ارتباط په دغه هېواد باندې د نویو نړیوالو بندیزونو ملاتړ وکړ.

امریکا او لوېدیځ ګمان کوي، چې ایران د اټومی وسلې د جوړولو هلې ځلې کوي خو ایران وايي، اټومي پروګرام یې سوله ایز هدف لري.