د هرات د لرغونو منارونو بدیل سړک جوړشو

د هرات ښاروال وايي، ۲۹ کورونه د دغه یو کلو متر سړک د جوړېدو لپاره ړنګ شول

په هرات کې د لرغونو منارونو ترمنځ سړک چې د لویو موټرونو په تلوراتلو سره یې د ملګرو ملتونو کلتوری ادارې مامورینو ته د منارونو د ورانی اندیښنه پیداکړې وه بلاخره سیمه ایزه خلک د بدیل سړک لپاره د ځمکی ورکړې ته حاضر شول او په حقیقت کې یې د اړونده چارو کاروپوهانو په وینا د یونسکو او افغان دولت ترمنځه ستونزه حل شوه.

د هرات ښاروال محمد سلیم ترکي د دغه سړک د پرانست مناسبتي غونډه کې سیمه ییزه خلکو مرستې څخه په مننه وویل:

«۲۹ کورونه د دغه یو کلو متر سړک د جوړېدو لپاره ړنګ شول، د خلکو د ځمکو د اسملاک او دوه پلونو د جوړښت لپاره ولسمشر یوملیون ډالره مرسته وکړه، دا دی په توضیع سره یې ویلی شم چې د ملګرو ملتونو او نورو خلکو هغه اندیښه چې منارونه د موټرو تلو په وجه له خطر سره مخ دي حل شو.»

هغه یوشمېر کسان چې د لارې په اوږدوکې یې کورونه د سړک استملاک کې ړنګ شوي وو له دې سره چې په بې کورۍ خوابدي وو خو د ملی ګټو په خاطر یې داسې ویاړلاره.

دوی وایي کومې پیسې چې د کور د ورانۍ بدل کې ورکړل شوي، یوه خونه یې په لګښت نه شي جوړولی خو دا چې ښار به یې د منارونو په وجه د ملګرو ملتونو نوم لړ کې ومنل شي خوښ او په خپل ښارویاړو.

د هرات منارونه د لږ تر لږه ۷۰۰ کاله لرغونتیا په لرلو سره د تیموریانو د دور ترټول مقتدر پادشا سلطان حسن بایقرا میرمنې ملکه ګوهر شاد بیګم له خوا جوړشوي دي، چې له شپږ هغو یې یو په نیمه تنه ده بل یې د پړي په مرسته په خمه ملا ولاړ دی او څلور نور یې هم د راکټونو ژور ټپونو په لرلو سر د وخت طبیعي عافتونو ته غیږه ورکړې ده.

پتیل شوې وه، چې ۲۰۰۵ملادي کال کې یې ملګري ملتونه د نړېوال کلتوري میراث نوم لړ کې شامل کړي خو دا چې ترمنځ سړک په نه بندېدو یې افغان حکومت ونه توانیده نو خپله پرېکړه یې په مشروط ډول شاته واچوله.

اوس چې بدیل سړ ک یې جوړ شو، ګڼ هراتیان د ملګروملتونو ژمنې عملی کولو ته منتظر دي.