په تورخم کې د ماشومانو ناوړه وضعه

د تورخم په سرحدي سيمه کې ګڼ ماشومان درانه کارونه ترسره کوي. د دوى شمېر ډېردى. په تورخم سرحدي سيمه کې هره ورځ سلګونه ماشومان، چې عمرونه يې له ٧ تر ١٧ کلونو دي درانه کارونه کوي.
دوى وايي، زړه يې غواړي، چې ښوونځي ته لاړشي خو د بې وزلۍ په وجه نه شي کولى ښوونځى ووايي، د دوی په وينا هره ورځ په ټنونو اوسپنې، اوړه، سېمنټ، کباړ او نور خوراکي او غېر خوراکي، قانوني او غير قانوني مواد د پولې له يوې نه بلې غاړې ته اړوي.

په دوى کې داسې ماشومان هم شته، چې عمرونه يې ډېر لږ دي؛ خو بيا هم اړشوي، چې درانه کارونه وکړي.

د ګلمکۍ په نامه يوې نهه کلنې انجلۍ وويل، چې پلار يې مړ دى او مور يې د کارکولو وړ نه ده، تر ځان يوه کشره خور لري، چې په دې توګه د کاله د سرپرستۍ لپاره بل هېڅوک نه لري؛ ځکه نو اړ شوې، چې په تورخم کې درانه کارونه وکړي. نوموړې زياته کړه، کله د ورځې دوه سوه، کله دورځې يونيم سل او کله هم بېخي تش لاس کاله ته ستنېږي.

ډېري وخت دغه ماشومان د پاکستاني پوليسو له خوا په چوکو وهل کېږي؛ خو بله چاره يې نه وي او مجبور دي په تورخم کې سخت کارونه وکړي.

يوه بل وويل: مور يې ورته وايي، چې هره شپه په خوب کې نارې وهي، چې "حوال دار صيب! داخپل کورته وړم او بيا چيغې وهم. خو څه وکړم همدغه مور مې له بدې ورځې تورخم ته رالېږي."

د ننګرهار د کار او ټولنيزو چارو رييس حاجي حيات خان وويل: ځيني مرستندويه ټولنې په تورخم کې فعاله دي، چې ماشومانو ته زده کړه ورکوي؛ خو اقتصادي ستونزوې دوى کار کولو ته اړ کړيدي.

ده وويل، د کار اوټولنيزو چارو وزارت او ځينو نړۍ والو مرستندويه ټولنو ته يې د تورخم دغه ناوړه حالت څوځل ښودلى او په اړه يې ورته پروژې پېشنهاد کړي؛ خو لا پوره اجرات نه دي شوي، هيله ده چې په دې اړه زموږ محترم وزارت پاملرنه وکړي.

حيات خان حاجي وويل، په تورخم کې دننګرهار د بېلابېلو ولسواليو د تنکيو ماشومانو په خواکې د افغانستان د نورو ولايتونو لکه، کونړ، لغمان، لوګر او حتى خوست ماشومان هم شته، چې متاسفانه دقيقه احصايه نه لري.

په تورخم کې د T.D.H په نامه د سوېس هېواد يوه مرستندويه ټولنه فعاله ده. ددغه ټولنې يوه مامور سيف الرحمن مومند وويل، دوى هره ورځ ٢ ساعته د ښوونکو په واسطه دغه ماشومانو ته ټرننګ او زده کړه ورکوي، چې د درنو کارونو پرځاى مسلکي او حرفوي زده کړې وکړي، خو د درنوکارونو مادي ګټه نغده ده او د مسلکي هغو، کلونه وخت غواړي.

دده په وينا ماشومان وايي، چې سمدستي وږي او بې وزله دي، ځکه نو کار کولو ته اړشوي. ده زياته کړه، بيا هم ګڼ ماشومان يې له موټرو مستريانو او نورو حرفوي زده کړو ته کېنولي، خو ګڼ شمېر يې بېرته تښتي.

د تورخم دوکانداران او مساپر وايي، حکومت بايد ددغه ماشومانو اساسي غم وکړي او ورسره دهغو مساپرو سوداګرو غم هم په کار دى، چې خپل مالونه له يوه لوري نه بل ته اړوي.

محمد داود وفا