عدم تشدد د کړکېچونو د حل اغېزمنه لاره- دریمه برخه

خان عبدالغفار خان

قدرمنو اورېدونکو، بیاهم زه احمدتکل ستاسو خدمت ته حاضر شوی یم او سلامونه وړاندې کوم. د کړکېچونو د حل د اغېزمنې لارې عدم تشدد په اړه د ځانګړو راپورونو په تېره برخه کې مو د هند په نیمه وچه کې د خان عبدالغفارخان او ګاندي د ګډو هڅو په اړه خبرې وکړې. په دې اړه بحثونو ته په دې اونۍ کې هم دوام ورکوو.
پاچاخان به ویل چې د خدايي خدمت ګارو د تحریک غړي له چا سره دښمني نه کوي، د خپل خدمت په مقابل کې له چا څه نه غواړي بلکې اجر یې له خدایه غواړي، د خدای د مخلوق خدمت د خدای د رضا لپاره کوي او په دې لاره کې هرراز قربانۍ ته چمتو وي.
دا هم د پاچاخان وینا ده چې ویل به یې، زموږ فرض له دنیا نه ظلم ورکول دي او مظلوم له ظالم نه خلاصول، حتی که ظالم زموږ ورور او مسلمان هم وي.

د پاچاخان د بې وسلې پوځ- د خدايي خدمت ګارانو د لښکر سرتېرو ځانونه د خلکو خدمت ته چمتو کړل. له دوی سره به د پښتنو له پخواني دود سره سم تل ډول اوسورنی هم وو. دا زلمیان به په سرو جامو کې له هرځای او هرې سیمې په احساساتو او جذبو تیریدل او نور به یې هڅول چې ورسره یوځای شي. دا نهضت وروورو په سیمه کې خپرېده او داسې ښکارېدل چې له سوونو کلونو غلامۍ او بې حسۍ وروسته په پښتنو کې یوه سا چلېدلې ده خو د پخوا پرخلاف دا ځل پښتنو د تشدد پرځای د عدم تشدد لاره خپله کړې وه.

باچاخان په ۱۹۴۷ کې د پاکستان له جوړيدو وروسته د عمر تر پايه د خپل قوم د حقوقو د لاسته راوړلو لپاره د پاکستانى واکمنانو پر ضد مبارزه کوله. ده هېڅکله خپلو پلویانو ته د وسله والې مبارزې سپارښتنه ونکړه، خو له دې سره سره یې د خپل عمر زياته برخه د پاکستان د حکومت په زندانونو کې تيره کړه.

ده به په خپلو لیکونو کې له زندانه بهر خپل قوم او ملګرو ته داسى توصيه کوله:

ما پسې هيڅ راز غم او فکر مه کوئ، ځکه زه خدايي خدمتګار يم، او که چيرې الله ته زما له وجود نه خپل مخلوق ته خدمت غواړي نو ما ته به ښه او روغ صورت را کړي.

د باچاخان عقیده د ده له هغو لیکنو څخه ډېره ښه جوتېږي چې ډېره برخه یې په زندان کې لیکلی دي. په یوه لیک کې دی له هغې طبقې سره چې ټولنه تراوسه هم په ډېره ښه سترګه نه ورته ګوري خپل اړیکي او له هغې سره خپله مینه بیانوي.
دی وايي:

زه چې د اتو، نهو کلونو وم او په پيښور کې مې سبق وايه نو اکثراً به مې لوبې د چواړیانو له ماشومانو سره کولې. زه به خپلو ملګرو منع کولم چې دا خو نجس خلک دي، ولې لوبې ورسره کوې، خو زه د هغوی په دې خبرو نه منع کيدم او نه پر ما دی خبرو کوم اثر کاوه. چې زلمی شوم، که څه هم د خان زوی وم خو اړیکي مې اکثراً له کسبه کارانو سره وو. زما دوستان اکثراً جولاګان، ترکاڼان او نور کسبه وو.

د پښتنو په سیمو کې د خان عبدالغفارخان نفوذ، په ټول هندوستان کې د ګاندي له نفوذ نه کم نه و. ګاندي به ویل چې خان عبدالغفارخان او د هغه د سرخ پوشانو ټولی د هند په ملي جنبش باندې ډېر حق لري.

پاچاخان تل ټینګار کاوه چې د سرخپوشانو تحریک کومه سیاسي ډله نه بلکه د پښتنو ورورولي ده او ټولو ته په کار ده چې برخه پکې واخلي. ده ویل چې دا د یوې کورنۍ، یوه خیل، یوې قبیلې یا یوې سیمې وروري نه بلکې د ټول پښتون قوم ورورولي ده.

د پاچاخان کار او خواري تل له هغو کسانو سره وه چې زده کړې یې نه وې کړې. ده د خلکو په ژبه خبري کولې او همیشنۍ خبره یې داوه چې لوی خدای ته د خدمت اړتیا نشته نو د خدای خدمت د هغه د مخلوق خدمت دی. ده به ویل چې خدايي خدمتګار به د ظلم، تیري او زورزیاتي مقابله په جګړه، توره اوټوپک نه، بلکې د عدم تشدد په سیاست کوي.

د ګاندي او پاچاخان د مبارزې له وخته ډېر کلونه اوښتي، خو د سوله ییزې مبارزې لپاره د دوی له سپارښتنو سره سره، هم د دوی د ژوند پر مهال او هم له هغه وروسته پښتنو ډېرې جګړې وکړې او لا کوي يې. نو آیا تشدداو قهرجنه مبارزه د پښتنو په وینه کې اخښلې ده؟
افغان مورخ پوهاند حسن کاکړ:

((تشدد ګومان نه کوم چې د انسان په وینه کې دې بیولوژیکي منشا ولري، خو تشدد په هغه صورت کې رامینځ ته کېږي چې د انسان په ګډون هر بیولوژیکي موجود وغواړي په ټولنیز ژوند کې د زور له لارې خپل مقصد ته ورسېږي او قانون، سولې او تشویق او ترغیب ته توجه ونکړي. خو په عام صورت تشدد د ټولنیز ژوند مولود دی، نه د وینې یا بیولوژیکي ژوند.))

د پخواني شوروي اتحاد پرضد د افغانانو د جهاد په کلونو کې د عدم تشدد د فلسفې مخکښ خان عبدالغفارخان یا پاچاخان لا ژوندی و، خو په داسې یوه موقعیت کې و چې هېڅ یې په وس نه و، پوره ځکه د پاچاخان د ژوند تقدیر په پاکستان کې و، او پاکستان د وسله والو مجاهدینو د فعالیتونو مرکز و. دا هغه مهال و چې تقریباً ټولې نړۍ له افغان مجاهدینو سره پوځي او مالي مرستې کولې څو د پخواني شوروي اتحاد پرضد جګړې ته دوام ورکړي، خو هېچا د پاچاخان نظریاتو ته چې اساس یې د عدم تشدد مبارزه وه پاملرنه ونکړه، ځکه دی دا وخت په انزوا کې و.
افغانانو د شوروي پلوي رژیم د قهرجنې مبارزې له لارې نسکور کړ، خو په پای کې یې په خپله په هغه کورنۍ جګړه کې ښکېل شول چې په تشدد کې یې په نړۍ کې ساری کم و.

هندی لیکوال او ژورنالیست انندسهای چې د افغانانو تاریخ، او د څو وروستیو لسیزو ژوند یې له نژدې څارلی او د افغانستان په اړه کتاب یې په نژدې راتلونکي کې خپرېږي، په دې نظر دی چې په افغانستان کې اوسنی تشدد، په سړه جګړه او له هغه مخکې کلونو کې د افغانانو په قهرجنه مبارزه کې ریښې لري:

((په افغانستان کې د تېرو دېرشو، څلوېښتو کلونو جګړو د صحنې شا ته وروسته له دې چې پخواني شوروي افغانستان اشغال کړ د لویو قدرتونو د سیالۍ حقیقت پروت دی. خو د شوروي له اشغاله مخکې هم د دې دواړو، یعنې یو خوا، د مسکو ترملاتړ لاندې د سوسیالیستي او بل خوا د سیاسي اسلام د ایډیالوژیو ترمینځ یو ډېر پېچلی او ستر مخالفت روان و چې سیاسي، ایدیولوژیکې، وسله والې او نورې بڼې یې لرلې. هغه وخت په افغانستان کې د داودخان ملت پال حکومت په واک کې و. د داودخان حکومت له هغو ډلو سره په مخالفت کې واک ته ورسېد چې د سیاسي اسلام لپاره یې موعظې کولې. د دې نهضت مهم مشران هغه مهال ښاغلی رباني، احمدشاه مسعود او ګلبدین حکمتیار و. دا وخت د دې ایډیالوژیو ترمینځ ټکر رامینځ ته شوی و چې کله کله به یې وسله واله بڼه غوره کوله.))

د افغانستان د ولسي جرګې غړی او د آزادۍ راډیو د کال شخصیت، رمضان بشردوست چې د افغان ګاندي لقب هم ورکړل شوی هیله من دی چې یوه ورځ به د افغانستان په سیاسي جریاناتو کې هم د عدم تشدد فکر او فلسفه د تشدد د افکارو ځای ونیسي. ښاغلی بشردوست د افغانستان د سیاسي ګوندونو تاریخ ته په پام سره وايي چې له دودیز پلوه دا ګوندونه په سیاسي مبارزه متکي و، نه په تشدد، خو دی په دې برخه کې د استثناوو یادونه هم کوي.

د پښتو ژبې لوی شاعر غني خان چې د پاچاخان زوی و د خدايي خدمتګارو د عدم تشدد د مبارزې ستاینه په خپلو شعرونو کې کړې ده او د دې بې وسلې پوځ د جګړې په اړه وايي:

د غضب په نیلي سور شو
د شیرشاه لمسی باتور
سترګې بیا د پښتون سرې شوی
چې نیم اور دی او نیم نور
ځوان کړل شنه بریتونه تاو بیا
په مستۍ چېرته روان دی
مور يې ږدي په سر قران بیا
اې زما د نیکه زویه اې زما د مینې وروره
اې د نر بابا بچیه اې پیدا له نرې موره
سترګې ډکې له رڼا ستا
لاس دې تش توره دې څه شوه
د غضب په نیلي سور شوې
فولادي زغره دې څه شوه

پاچاخان چې پښتنو د فخر افغان په نوم یاداوه، په ١٩٨٧م یا ١٣٦٦ هـ. ل کال کې د ٩٧ کالو په عمر په پېښور کې وفات شو او د ده له وصیت سره سم په جلال آباد کې خاوروته وسپارل شو.
ګاندي او د هند په نیمه وچه کې د عدم تشدد غورځنګ په بریالیتوب کې د ده ونډه، د ځانګړو راپورونو د دې لړۍ د بلې برخې موضوع ده، چې د راتلونکې پنجشنبې ورځې د دوو بجو او د جمعې د ورځې د اتوبجو په پروګرامو کې به وڅېړل شي. تر هغه وخته زه احمدتکل اجازه غواړم. د خدای په امان.
د دریمې برخې پای