اسټرالیا غواړي له افغانستان نه د خپلو سرتیرو د ایستلو موده بدله کړي

د اسټراليا دفاع وزير نن وويل، كه چيرې استراليايي ځواكونه د افغان سرتيرو د روزنې دنده پای ته ورسوي، نو په دوو كلونو كې به له افغانستان څخه د خپلو عسکرو ایستل پیل كړي.

د دفاع وزير جان فولكنر وويل، په افغانستان کې د استراليايي ځواكونو ماموريت چې له درېيو نه تر پنځو كلونو پورې يې د اوږدېدو تمه كيده، د دوو او څلورو كلونو پورې مودې کې به له انتقالي حالت څخه د څارنې په ماموریت بدل شي.

فولكنر په داسې حال كې دا څرګندونې وكړې، چې په استراليا كې د افغانستان له نهه كلنې جګړې سره مخالفت زیات شوی دى.

استراليا په افغانستان كې ۱۵۵۰ تنه عسكر لري، چې اكثر يې په ارزګان ولايت كې دېره دي. په تيرو دوو اونيو كې د پنځو استراليايي عسكرو په وژل كيدو سره، د افغانستان په جګړه كې د وژل شويو استراليايي عسكرو شمير شپاړسو ته ورسید.