په لومړي ځل په افغانستان کې د موسیقي ملي انسټیټوټ پرانیستل شو

په افغانستان كې د اكادميكې موسيقۍ د بيارغونې او د هڅو د پراخولو په لړ كې د موسيقۍ يوازنۍ ليسې خپل فعاليتونه د موسيقۍ د ملي انسټيټيوټ كچې ته لوړ كړل.

د موسيقۍ دا انسټيټيوت، چې د پوهنې د وزارت په چوكاټ كې فعاليت كوي، هڅه كوي، چې د موسيقي مينه والو ته په دې برخه كې بنسټيزې زده كړې وركړي.

د موسيقۍ دا ملي انسټيټیوت د يكشنبې په ورځ د پوهنې د وزارت د جګپوړو چارو او د دغه انسټيټيوت د استادانو په حضور كې په پوره شور او زوږ سره پرانستل شو.

د پوهني وزارت د تخنيكي او مسلكې زده كړو مرستيال محمد سرور عزيزي د انسټیټوټ پرانسې غونډې ته په خپله وينا كې وويل:

"په دې انسټیټوټ کې زده کوونکو لپاره د زده کړې موده لس کاله ده، له څلورم ټولګي څخه زده کوونکي نیسو چې په څلوارلسم ټولګي کې فارغیږي.

د اوس لپاره موږ د ۱۲۰ تنو زده کوونکو لپاره ظرفیت لرو، زموږ د نورو تاسیساتو تر جوړېدو وروسته کوښښ کوو چې د زده کوونکو ظرفیت تر ۵۰۰ پورې لوړوو، چې دریمه برخه به دې هغه بې وزلي ماشومان دي، چې په سړکونو باندې کار کوي."

د موسيقي د ملې انيسټيټيوت چارواكي وايي: چې دوی په پام كې لري د دې انسټيټيوټ څانګې لومړی بلخ او ننګرهار او وروسته له دې نورو ولايتونو ته هم وغځوي.

د موسيقي د ملي انسټيټيوټ ښوونيز نصاب د افغانې ټولنې د اړتياوو په پام كې نيولو سره د بريتانيا د موسيقي ښوونيز نصاب غوره شوی دی.

چارواكي وايي: په دې انستيتيوت كې د افغان استادانو په ګډون د هند، بريتانيا مكسيكو او امريكا د موسيقي استادان به افغان زده كوونكي د اكاډميكې افغانۍ موسيقي په برخه كې وروزي.

په افغانستان كې د موسيقۍ استاد احمد ناصر سرمست د دې انسټيټيوټ جوړول د افغانې موسيقي په اړه د را ولاړو شويو ستونزو د هواري يوه هڅه وبلله.

"د پوهنې وزارت د تخنيكي او مسلكي زده كړو معينيت چې پر دې پروژه كار پيل كړ اساسي علت دا و، چې د اوسنۍ افغانې موسيقي بد حالت و، موږ باور لرو تر څو چې په افغانستان كې د موسيقي اساسات له ابتدايه دوري نيولي ان تر پوهنتونه پورې په سمه توګه تدريس نه شي موږ نه شوكولای، چې د موسيقي په برخه كې خپلې اړتياوې پوره كړو.

د موسيقي د هرې الې لپاره موږ تعليمي نصاب او مفردات لرو، موږ نه غواړو چې نور زموږ زده كوونكي موسيقي په شفاهي توګه زده كړي بلكې غواړو چې نور د سنتي موسيقي په ساتلو او هم د موسيقي د سنتو په انتقال كې كار وكړو."

په افغانستان كې د موسيقي په برخه كې په لومړي ځل يو ښوونځى په ۱۳۵۲كې په كابل كې جوړ شو او خپلې چارې يې تر ۱۳۶۰ لمريز كال پورې پرمخ يو وړلې، چې وروسته د دې ښوونځي چارې د صنايع له ليسې سره يو ځای اوله هغې وروسته دا ښوونځی د هنرونو له ليسې سره مدغم شو، خو د دې ښوونځي چارې د كورنيو جګړو پر مهال په ټپه ودريدلي.

د موسيقي د برخې ډېر شمېر كارپوهان په دې اند دي، چې د افغانستان اصيله موسيقي د له منيځه تلو په حال كې ده او په افغانې موسيقي باندې د بهرنيو هيوادونو موسيقي په ځانګړي توګه د لويديځي موسيقۍ ډېره اغيزه كړې ده.

خو د دې انسټيټيوټ په جوړولو سره چارواكي هڅه كوي، چې افغاني اصيله موسيقي ژوندۍ وساتي او د پرمختګ لپاره یې هڅه وكړي.

راپور: ذكيه غياثي