د غازي امان الله خان د مړينې ۵۰ تلين ولمانځل شو

د افغانستان ازادي غوښتونكي مبارزغازي امان الله خان

د افغانستان ازادي غوښتونكي مبارزغازي امان الله خان له نن څخه پنځوس كاله مخكې په ۱۹۶۰كال كې په سويس كې له نړۍ سترګې پټې كړې.د افغانستان د بهرنيو چارو وزارت د يكشنبې په ورځ د غازي امان الله خان پنځوسم تلين په ځانګړو مراسمو سره په دغه وزارت كې ولمانځه.
د غازي امان الله خان د پنځوسم تلين په مناسبت جوړه شوې، غونډه كې د دولت لوړ پوړو چارواکو، د افغانستان د ملي شورا غړو او كار پوهانو ګډون كړى و.

د غازي امان الله خان لور انديا په دې مراسمو كې وويل، چې امان الله خان په افغانستان كې د ديموكراسۍ، په سياست او ټولنه كې د ښځو د فعاليت بنسټ اېښودونكى و:

"له استقلال څخه وروسته د نوموړي لومړنى خبرې دا وې:

وسلې پر ځمكه كېږدئ او قلم واخلئ، ځكه چې يو نا لوستى هېواد هېڅكله خپلواك كېداى نه شي.

غلامي يې غير قانوني وبلله، د زروواكي او تاوتريخوالي پر وړاندې يې قوانين تصويب كړل، پر زندانيانو د اجباري كار د منع كولو قانون او د ښځو لومړنى ښوونځى."

نوموړې زياته كړه، چې غازي امان الله خان د ښځو د ازادۍ او په ټولنه كې د پراخ ګډون لپاره ډېر كار وكړ، شاه امان الله خان د لومړي ځل لپاره اساسي قانون چې د هېواد د ټولو وګړو مساوي حقوقو تضمين كوونكى وه، تصويب كړ.

د افغانستان د بهرنيو چارو پخوانى وزير ډاكټر رنګين دادفر سپنتا چې اوس مهال د هېواد د ملي امنيت سلاكار دى، د غونډې له وينا والو څخه وه، ده د شاه امان الله خان د لاسته راوړنو په اړه وويل:

"زموږ هېواد نوي جهان ته د بشري تمدن سره د يو ځاى والي لپاره بايد شلمې پېړى ته ورته غمونه وزغمي.

د تل پاتې مبارزې لپاره بايد د شاه امان الله خان لاره تعقيب كړو."

امير امان الله خان د افغانستان د خپلواكۍ لپاره له انګريزانو سره مبارزه وكړه او دغه هېوادې له استعماره خلاص كړ او حقوقي، سياسي،اقتصادي او ټولنيز اصلاحات يې پيل كړل.

غازي امان الله خان غوښتل، چې په ډېر لږ وخت كې افغانستان د پرمختللو هېوادونو په ليكو كې ودروي، خو امان الله خان له ۱۹۲۸ كال كې له قدرته لرې كړل شو، چې د ځينو ستونزو له كبله په كال ۱۹۲۹ كال كې ايټاليا ته لاړ.

غازي امان الله خان په سويس كې له نړۍ سترګې پټې كړې او په جلال اباد كې خاورو ته وسپارل شو.