په اوسني وخت كې د لاسي صنايعو بازار څنګه دى؟

په افغانستان كې لاسي صنايع نه يوازې د هېواد په دننه بلكې د نړۍ په بېلابېلو برخو كې زيات مينوال لري. له لاسي صنايعو څخه خلك او دولت څومره عواېد ترلاسه كوي، د لاسي صنايعو د پرمختګ په وړاندې څه خنډونه وجود لري.
ځيني خلك د انسان په تعريف كې وايي، چې دا يو ناطق حيوان دى خو ځيني بيا دا هم وايي، چې انسان يو وسيله جوړونكي حيوان دى او وسيلې ته بيا صنعت وايي.

افغانستان يو له هاغو هېوادونو څخه دى، چې د پېړېو پېړېو راهيسي د صنعت په برخه كې خپلې ځانګړې لاسته راوړنې لري خو له بده مرغه تېرو درېو لسيزو جګړو او ناخوالو د دې هېواد صنعت هم بې اغيزې نه دي پريښي.

د افغانستان په صنعت كې كه غالۍ تر ټولو ځانګړې ځاى لري، خو په لاس د افغاني كاليو څخه نيولي بيا تر زيوراتو او په زيوراتو كې د ډول ډول قيمتي غمېو كارول هم هغه څه دي، چې نه يوازې خپله د افغانانو بلكې د نړۍ د زياتو سيمو خلكو پاملرنه يې ځانته راړولې ده.

د كابل په باغ زنانه كې يوه ميرمنه د ميرمنو په لاس د هاغو لاسي صنايعو دوكان لري، چې د افغانستان په بېلابېلو برخو كې جوړيږي:


"زموږ سره يوازې جامې نه دي بلكې د كوچونو بالښتونه، د كوچنيانو د خوب بسترې، دستكولونه، د مبايل پوښونه، د ليلي مجنون كميسونه، دغه راز بنګړي، غاړكۍ، افغانې ګڼډ جامې، سرپتلوني، پنجابي او د نارينوو لپاره خامكي غاړې دي."

د كابل په نوي ښار كې د چرګانو كوڅه له ډيرو كلونو څخه د افغانستان د لاسي صنايعو په بازار باندې مشهوره ده، چې نه يوازې خپله افغانان بلكې ليدل كيږي، چې زيات بهرنيان هم هلته د افغاني صنايعو د رانيولو لپاره ورځي او د خپلې خوښې څيزونه رانيسي.

يوه افغانه ميرمنه، چې دا مهال له هېواد څخه د باندې په اروپا كې اوسيږي هم دې بازار ته ورغلې ده، څو خپله د افغانانو په لاس جوړ شوي څيزونه را ونيسي.

كه څه هم دنيا د ماشيني كېدو خواته روانه ده، خو دا چې اوس هم خلك په ډيره مينه لاسي صنايع رانيسي په دې اړه ويل كيږي، چې د لاسي صنايعو كيفيت او دوام تر ماشيني توليداتو زيات ښه وي نو ځكه خلك يي زيات خوښوي:

"د دغو ټولو څيزونو بيي مناسبې دي كه په بازار كې د لاسي توليداتو پرځاى ماشيني را ونيسي نو ښايي ارزانه وي، خو كيفيت به يي ښه نه وي او زيات دوام نه شي كولاى، خو لاسي توليدات هيڅ وخت نه خرابيږي."

له نن څخه تقريبا لس كاله وړاندې په كابل كې د بوټانو د جوړولو صنعت هم ډيره وده كړي وه او هغه مهال په كې په زرګونو كسانو كار كاوه خو اوس داسې ښكاري، چې دا صنعت له افغانستان څخه مخ په وركېدو دى.


له بوټانو كه راتېر شو د غزني پوستين هم نه يوازې په افغانستان بلكې د اروپا په يوشمېر هېوادونو كې خپل ځانګړي مينوال لرل او په غزني كې يي په سوونو دوكانونه وه، خو اوس ښايي دغه دوكانونه يا هيڅ نه وي او يا يوازې يو څو د ګوتو په شمار وي بيا هم په دې كې څوك ګرم ګڼل كيږي؟

غالۍ يا قالينې، چې لا تر اوسه هم د افغانستان د يوازيني يكتاز لاسي صنعت په توګه د نړۍ په بازارونو كې ځاى لري هم چندان خوند يې نه دى پاتې.

كه څه هم په لكونو خلك په افغانستان كې د غاليو په جوړولو باندې بوخت دي او اټكل كېږي، چې په افغانستان كې د غاليو كاروبار د كابو شپږ ميليونه كسانو په عواېدو باندې مستقيم يا نيم مستقيم اغېز لري، خو د حكومتي چارواكو په وينا د تېر كال په لومړېو نهو مياشتو كې د اوړم كال د لومړېو نهو مياشتو په پرتله كابو نيم په نيمه د غاليو په صادراتو كې كموالى راغلې. كه د غاليو په صادراتو كې كموالۍ راشي او حكومت په دې كې پاتې راشي، چې د افغاني غاليو لپاره په نړۍ كې بازار ومومي نو څه فكر كيږي، چې ايا قاليني به هم په افغانستان كې د هغو نورو صنعتونو په څير چې دا مهال د وركېدو په حد كې هم وركي نه شي.

داسي هم ويل كيږي، چې پخوا به هيڅ تركمن د قالينو له اوبدلو بل كوم كار نه كاوه خو اوس دغسې نه ده او ليدل كيږي، چې تركمنانو هم له مجبوريته تقريبا هر بل مسلك او دنده راخپله كړې ده.

په دې كې شك نشته، چې نړېوال اقتصادي بحران د غاليو د صادراتو په مخ كې يو خنډ دى مګر زموږ د غاليو صادرات تر اقتصادي بحران دمخه هم په بحراني حالت كې وو. په داسې حال كې چې په تېرو دوه ، درې لسيزو كې د غاليو په صنعت كې لوى تغييرات راغلي دي، زموږ د هېواد د غاليو اوبدونكي لا تر اوسه پورې تر ډېره حده په زړو لارو روان دي.


د غاليو اوبدونكي دا شكايت هم كوي، چې د نورو ملكونو د غاليو بې كنټروله واردات د دې سبب شوي دي، چې په داخل كې هم رقابت سخت شي.

د ازاد بازار پلويان وايي، چې زموږ غالۍ اوبدونكي بايد په ازاد بازار كې د رقابت وړتيا ومومي او د خپلو مالونو كيفيت لا بهتره كړي، څو په دې ډول خپل صنعت په مصنوعي طريقو نه بلكې په طبيعي طريقو ژوندى وساتي، خو د غاليو توليدوونكي وايي چې د قرضې له نشتوالي رانيولې د صنعتي ښارګوټو او لازمو ترانسپورټي اسانتياوو تر نشتوالي پورې مختلف عوامل د دې سبب كېږي چې افغانان تر ډېرو كلونو پورې لا د خارجي غاليو د رقابت وس ونه لري، نو د اوسني ازاد رقابت نتيجه دا ده، چې زموږ صنعتكاران به ماتې خوري.

كارپوهان وايي، په سلګونو زره غالۍ اوبدونكي د پېړېو پېړېو كاروبار له لاسه وركوي خو د ټولنې مقتدراقشار د هغوي په سرنوشت باندې غور كولو ته وزګار شوي نه دي.

راپور :مجاهد جواد