په ننګرهار کې نارنج ګل ميله او مشاعره

سبا ورځ پنجشنبه په ننګرهارد نارنج ګل دوديزه ميله او مشاعره جوړېږي، چې د افغانستان له بېلا بېلو سيمونه شاعران، ليکوال، فرهنګيان او د شعرونو مينه وال ورټولېږي.

په سيمه کې د ازادۍ راډيو خبريال ته د ننګرهار د اطلاعاتو او کلتور رئيس اورنګ صميم وويل:

د دغې مېلې د جوړونې لپاره ډول ډول کمېټې جوړې شوي دي. ميلمنو ته د هرکلي، د نظم د سمبالښت، د مېلې د ترتيباتو او داسې نورې ګڼې کمېټې مو د ترتيباتو په موخه چمتو کړي دي.

نارنج ګل مېله او مشاعره هر کال په ننګرها رکې جوړېږي، چې ګڼ شاعران ورټولېږي او ګڼ نور يې اورېدو ته غوږ وي.