دننګرهار دمالټو او زيتونو فارمونه بيا جوړېږي

دننګرهار کانال په څه ناڅه ٢٥ زره هکتاره ځمکه کې نژدې نيمه پېړۍ پخوا ودان شوى چې عمده حاصلات يې مالټې او زيتون و.
دمالټو ملينونه ونې په تېرو جګړو کې له بېخه ايستل شوي خو سږ کال دکرنې وزارت په پاملرنه دځينو مرستندويه ټولنو له له قوريونه دمالټو٦٥ زره نيالګي په کې کرل کېږي- دننګرهار دکانال داماکنو مدير محمد يونس وايي: اوس اوس دچارواکو کانال رغاونې ته پام شوى او هيله ده چې په راتلونکو څلور پينځه کالوکې بېرته همغه پخواني حالت ته ورسېږي.

باغوانان چې دکانال لپاره دبوټو په پالنه او ايستنه بوخت دي له دې امله خوښ دي چې دوطن په رازرغونه ونه کې برخه اخلي خو دکانال زيات زاړه وسايل او زړې بارداره روسۍ موټرې له کاره لوېدلي او چلوونکي يې شکايت کوي.

دايف هوپ په نامه موسسې دکانال رياست ته دشنو ونو بوټو داماده کولو دنده لري ددغه موسسې دمېوه دارو بوټو مسوول اينجينر ضيااحمد وايي موسسه يې يوازې کانال ته نه بلکې دځينو نورو موسسو له لارې د بېلابېلو ولسواليو بزګرو ته هم په وړيا توګه نيالګي وېشلي.

دننګرهار ولايت اوسېدونکي خوشاله دي چې دکانال دمالټو باغونه به بيا جوړ شي او غوښتنه يې داده چې درغاونې دغه بهير لاپسې دوام وکړي.

په ننګرهار کې د زیتونو د فارمونو یوه څنډه