په افغانستان كې د معلوله اومعيوبه ميرمنووضيعت د اندېښني وړ دی

افغان معیوبه میرمنې په خپلو ګنډلو بوخت دي

د افغانستان د شهيدانو اومعلولينو وزارت چارواكو دا اعتراف وكړ، چې د معلوله او معيوبه ښځو د ژوند د ښه كولو لپاره د دوي هڅو كوم ځاى نه دی نيولی اواوس هم زيات شمېرمعلوله اومعيوبه ميرمنې د هېواد په لېرې پرتوسيموكې په ناوړه حالت كې ژوند كوي.
د دغه وزارت مرستيالې ثريا پيكان د پنجشنبې پر ورځ د ښځو د نړېوالې ورځې په درناوي جوړې شوې غونډې ته د وينا پر مهال وویل، كه څه هم د معلوله او معيوبه ميرمنو لپاره د خپلو ځينو پروګرامونو يادونه وكړه، خو اندېښنه يي وښوده چې د دوي د هڅو سره سره لاهم معلوله ميرمنې په ناوړه حالت كې دي.

ميرمن پيكان وويل، دوي د معلوله ښځو د ژوند ښه والي ته جدي پاملرنه كوي او هڅه كوي دوي ته په ټولنه كې د فعاليت او له اقتصادي پلوه په ځان د بسيا كېدو زمينه برابره كړي.

د كارټولنيزو چارو او شهيدانو معلولينو وزارت د معلوماتو له مخې دمګړۍ د افغانستان د ټولو وګړو په سلو كې دوه اعشاريه اوه معلولين او معيوبين جوړوي، چې په دې كې بيا په سلوكې يوڅلويښت يي ميرمنې دي.
د افغانستان د شهيدانو اومعلولينو وزارت مرستياله ثريا پيكان


جوړې شوې غونډې ته زياتره راغلي ميرمنې چې په بېلا بېلو پېښوكې يي د بدن ځيني غړي له لاسه وركړي وو وويل، دوي د لوږې او بې وزلۍ ترڅنګ نا لوستي هم كړوي.

دغو ميرمنو تر ډيره د ښځو د نړېوالې ورځې لمانځل يو غولونكې اقدام وباله او ويي ويل، چې هر كال په افغانستان كې دغه ورځ په شانداره مراسمو لمانځل كيږي او په دې غونډو كې د مسولينو له خوا كيدونكي ژمنې چې د دوي د ستونزو د هوارولو په هدف وي نه عملي كيږي.

معيوبه ميرمنو له دولت څخه وغوښتل، چې پر وړاندې پرتې ستونزې ژر حل كړي.

په افغانستان كې زياتره معيوبين د جګړو قربانيان دي، چې د بمونو، ماينونواو توغندېو په چاوېدو كې دې حالت ته رسيدلي دي.

په افغانستان كې د ملګرو ملتونو د ماين پاكولو موسسه وايي، چې لاهم په افغانستان كې د ماينونو ګواښ شته او هره ورځ د هېواد په بېلا بېلو سيمو كې خلك د خښو شوېو ماينونو ښكار ګرځي.

د دې موسسې يوې استازي سوسن هيل سيټ، چې د ښځو د نړېوالې ورځې په وياړ جوړه شوي غونډه كې ګډون كړى وو وويل، دوي د ماين پاكولو لپاره خپلو هڅو ته دوام وركړي او غواړي د هېواد په ټولو سيمو كې خلك د ماينونو له ګواښونو څخه خبر كړي.