په افغانستان کې وحشي ژوي د یوه لوی ګواښ سره مخ دي

د افغانستان د چاپيريال ساتنې او د وحشي حيواناتو د ساتنې اجرايوي كمېټې د يكشنبې په ورځ د (نی بلبل ) په نوم د يوه موسمي مرغه، د پيژندنې لپاره يوه غونډه جوړه كړې وه او ددې غونډې په ترڅ کې یې خبردارې ورکړ چې په دې هېواد کې یو شمیر مرغان او نور حیوانات د ورکیدو له ګواښ سره مخ دي .
د افغانستان د وحشي حيواناتو اجرايوي كمېټه وايي، كه په هېواد كې وحشي حيواناتو ته جدي پاملرنه ونه شي، په نژدې وخت كې به يي نسلونه له منځه ولاړ شي.

د دې كمېټې چارواكي وايي، كه د وحشي حيواناتو د ښكاراو سوداګرۍ مخه ونه نيول شي، يو شمېر هغه حيواناتو او مرغان به چې په ټوله نړۍ كې يوازې په افغانستان كې پيدا كيږي او ژوند كوي له منځه ولاړ شي.
د افغانستان د چاپيريال ساتنې ادارې ريس مصطفى ظاهر


د افغانستان د وحشي حيواناتو د اجرايوي كمېټې مرستيال غلام نقشبندي ناصري د افغانستان د وحشي حيواناتو د له منځه تلود لاملونو يادونه وكړه او ويي ويل:

”وحشي حيوانات او نباتات، چې د افغانستان طبعي منابع جوړوي، د څلور ډول خطرونو سره مخ دي.

د نباتاتو له منځه وړل، غيري منظم او پر خپل سر ښكار كول، د وحشي حيوانانو د اوسېدو ځايونه له منځه وړل او بې كنټروله سوداګري.

دغه ملي شتمني، چې په رښتيا د افغانستان لپاره ورباندې حساب كېده د له منځه تلو په حل كې ده.“

دا څرګندونې په داسې وخت كې كېږي، چې په دې وروستيوكي د نۍ بلبل په نوم د يو نوي موندل شوى مارغه په ګډون 15 ډوله وحشي ژوي د ساتنې په ليست كې داخل شوي دي.

چارواكي وايي، د نى بلبل د افغانستان په شمال ختيځ كې پيدا شوى دى او تراوسه پورې په افغانستان كې 50 ډوله وحشي مرغان او حيوانان د ساتنې په ليست كې شامل شوي دي.

د افغانستان د چاپيريال ساتنې اداره وايي، د وحشي حيواناتو او مرغانو د ساتنې لپاره بايد د كرنې وزارت د ملګرو ملتونو د چاپيريال ساتنې د ادارې سره يو ځاى يو داسې قانون تصويب كړي،چې له مخې يي وحشي ژوو او مرغانو ښكار كوونكو ته سخته سزا وټاكل شي.

د افغانستان د چاپيريال ساتنې ادارې ريس مصطفى ظاهر د هغو وحشي مارغانو او حيوانانو په اړه ، چې د ساتنې په ليست كې راغلي، وايي:

”دې مرغه ته نى بلبل وايي، چې وروسته له ۱۳۹ كلونو بيا وموندل شو، فكر كېده چې دغه مرغه د مځكې له مخ بيخي ورك شوى دى، دغه مرغه د افغانستان په شمال ختيځ كې بيا پيدا شو.

طلايي چغال هم په افغانستان كې د وركېدو په حال كې دى اود پغمان سمسارې، چې په ټوله نړۍ او ان د افغانستان په ډېرو سيمو كې هم نه پيدا كېږي يوازې په پغمان كې پيدا كېږي.

د وارورې پړانګان، چې كېداى شي د ۶۰ څخه تر۷۵ جوړو پورې په افغانستان كې پاتې وي او په ټوله نړۍ كې كېداى شي د ۳۵۰ جوړې ډيرې نه وي پاتې.“

ويل كېږي، چې ښكار په افغانستان كې له پخوانيو زمانو راهیسي دود دى او په دې ډول بېلابېل مارغان او ژوو په ناسم ډول ښكار شوي دي.

خو په افغانستان كې د وروستيو درېو لسيزو په جګړو كې ډېر مارغان او ژوي له منځه ولاړل او ډېرو يي هم دا هېواد پرېښود.

عام افغانان هم په افغانستان كې د وحشي ژوو او مارغانو د وركېدو په اړه اندېښنه لري، دوي وايي كه د افغانستان څخه دا طبعي شتمني او ښكلا هم ولاړه شي نو تشه به يي په هيڅ ډول ډكه نه شي.