په ایران کې د بهايي اقلیت ۷ تنه د جاسوسي په تور محاکمه شول

د ایران دولتي اژانس پرون خبر ورکړ، په دې هیواد کې د بهايي اقلیت اوه تنه پرون محاکمه شول. دوی د ایران د ملي امنیت پرضد او جاسوسۍ تورن شول.

د ایران د دولتي ټلویزیون په ویب پاڼه کې راغلي، دا اوه تنه همدا راز له اسراییل سره په همکارۍ تورن دي، چې اسناد او شواهد یې هم ترلاسه شوي دي.

د ایران د بهایي اقلیت دغه اوه تنه په دوه زره اتم میلادي کال کې نیول شوي ول.

د ایرنا رسمي اژانس وویل، د دوی لومړنۍ محاکمه د سې شنبې په ورځ وه. دا بهایی مذهبه غړي په ایران کې د اوږدې مودې سزا له ورکولو سره مخامخ دي.