بکوا ولسوالۍ کې دسړک دغاړې یو ماین ۵ کسان وژلي

دنیمروز والي ډاکټرغلام دستګیرازاد ازادۍ راډیو ته وویل دجمعې په ماښام ددوی د ولایت ګاونډی ولسوالۍبکواکې له جمعه بازارڅخه دراستنیدوپر مهال یوفلینکوچ ډوله موټردسړک د غاړې پر ماین برابرش و چې په چاودنه کې یولس کسان مړه او ټپیان شول:

((پیښه دیوه ماین دچاودیدوله امله رامنځ ته شوه ۵ملکیان یې مړه او۶ تنه نور یې ټپیان کړل))

دنېمروزوالي وویل دبکوا جمعه بازارته له نیمروز اوفرا
له نېږدې ولسوالیو څخه ګڼ شمیر ځايي خلک هر ه جمعه د ځینو شیانو د پلورلو او حینو د اخیستلو لپاره ورځي .

نوموړي ددې چاودنې پړه پر طالبانو واچوله . خو تر اوسه پورې طالبانو په دې اړه کومه تبصره نه ده کړې .

دا پېښه په داسې حال کې پېښېږي چې دهمدې ورځې په سهاربله ورته پیښه کې دبادغیس بالامرغاب ولسوالۍ یوه موټرکې سپاره پنځه تنه ملکیان د۲میرمنوپه شمول ووژل شول .