نن په ټول هېواد کې د عاشورا مراسم ترسره کیږي

د نړۍ د نورو اسلامي هېوادونو او ټولنو په شان په افغانستان کې هم نن د عاشورا مراسم ترسره کیږي.

د محرم له لومړۍ نیټې څخه د کابل په سړکونو او څلور لارو کې تور بیرغونه او تورې موقتي دروازې لګول شوي دي.

نن به د ښار په تکیه خانو او جوماتونو کې د عاشورا د ورځې او په کربلا کې د یزید د لښکر پر وړاندې د امام حسین رضی الله عنه او د هغه د یارانو د شهادت په اړه وعظونه او مرثیه خوانۍ وشي.

په عین حال کې امنیتي ارګانونه وايي د عاشورا د مراسمو لپاره يې په کابل او د هېواد په نورو برخو کې ځانګړي امنیتي تدابیر هم نیولي دي.