په کابل کې د معلولینونړېواله ورځ ولمانځل شوه

په دې مناسبت غونډه کې يو شمېر معلولو او معيوبو كسانو پر افغان دولت غږ وكړ، چې د دوی ژوندانه ته دي پاملرنه وكړي او دوي ته دې د كار كولو زمينه برابره كړي .
۴۶كلنه شفيقه صالحزۍ هغه معلوله ښځه ده، چې په كابل كې د تنظيمي جګړو پرمهال له چهار اسياب څخه ويشتل شوي توغندي يي پر كور ولګيد او دوه ماشومان يي ووژل شوه او ميرمن شفيقې خپله كيڼه پښه له لاسه وركړه.

خو له دې پېښې ډيركلونه وروسته اوس مهال شفيقه له دې څخه زوريږي، چې معلولو نجونو او ښځو ته د زده كړې او كاركولو زمينه كمه برابريږي.

د يوه احصايي له مخې، چې د اندي كپ انټر نشنل نړېوالې موسسې ترسره كړي او د افغانستان د مركزي احصايي اداري هم منلې په ټول هېواد كې ۲اشاريه ۷ فيصده معلوله كسان شته، چې د جګړو او ماينونو له امله يي خپل د بدن غړي له لاسه وركړي دي.

اوس مهال ډيری افغان معلولين له دې څخه زوريږي، چې د زده كړې او كاري زمينې ورته كمې برابرې شوي، سرپناه نه لري او په ټولنه كې په ټيټه سترګه ورته كتل كيږي.
شفیقه صالحزی د شهیدانو د کورنۍ ریسه


خو د كار او ټولنيزو چارو او د شهيدانو او معلولينو د وزارت مرستياله ثريا پيكان وايي، چې دوي له اروپايي اتحاديي ۳اشاريه ۸ ميليونه يورو مرسته تر لاسه كړي، چې د معلولينو د توانمندي په برخه كې به يي ولګوي.

ثريا پيكان د معلولينو لپاره د خپلو راتلونكو پلانونو په اړه وويل:

" زموږ راتلونكي پلانونه يوازې د معلولينو د توانمندۍ، ښوونې او روزنې، اقتصاد، په ټولنې كې د دوي د شموليت او د هغو خڼډونو د لرې كولو په برخه كې دي، چې وكړاې شي معلولين په ټولنيزو چارو كې شريك كړي.

معلولو كسانو ته د حرفوي كارونو برابرول هم زموږ د راتلونكي كال د پلان يوه برخه ده."

بل خوا د پوهنې د وزارت مرستيال سليمان كاكړ وايي، چې اوس مهال يو شمېر معلوله ماشومان په ۲۶ تجربوي ښونځيو كې له نورو ماشومانو سره زده كړه كوي خو دوي يوازې دوه ځانګړي ښونځي په هرات يو په جلال اباد او يو هم په كابل كې د معلولو كسانو لپاره لري.

د پوهنې د وزارت مرستيال دا هم وايي، چې په افغانستان كې په سلګونو معلوله ماشومان د بېلابېلوعواملو له امله زده كړې ته لاس رسي نه لري.

افغان معلولين غواړي، چې د دوی لپاره دې يوه ځانګړې كړنلاره جوړه شي دولسمشر يو سلاكار دی د معلولو كسانو استازي وي په شورا كې دي لس كسه معلولين په انتصابي توګه لار ومومي په ولايتي شوراګانو كې دي هم دوي ته وڼده وركړل شي.

هغه بهرني موسسې، چې د معلولينو په برخې كې كار كوي اتيا فيصده كاركونكي دې معلولين وي او هغه پيسي، چې د معلولينو په نامه له دولتي او غير دولتي ټولنو سره مرسته كيږي د معلولينو پر چارو دي ولګيږي.

معلولينو ته دې د سرپناه د جوړولو لپاره ځمكې وركړ شي. او رسني دي د يوه فرمان له مخې هره ورځ يو ساعت د معلولينو لپاره خپروني وكړي.