په ”کندهارۍ خزانه“ کې ٢٥٠ ښځې کار کوي

په دې کارځاى کې ښځې په دې افتخار کوي چې د کندهار په سطحه يې د ډيزاين او تجارت داسې مرکز جوړ کړى.
اته کلنې نازيې زاړه او پينه يي کالي اغوستي، د هغې لپاره لويه هيله دا ده چې د مور کارو بار يې پرمختګ وکړي، د هغې مور له لسګونو ښځو سره يوځاى ګلدوزي کوي، هغه پر سرمېزي، سربکسيو، کاليو او نورو ټوکرانو ډول- ډول ګلونه ګنډي چې د ګلدوزۍ دې مرکز ته د کندهارۍ خزانې نوم ورکړل شوى دى.

په دې کارځاى کې ښځې په دې افتخار کوي چې د کندهار په سطحه يې د ډيزاين او تجارت داسې مرکز جوړ کړى.


اسوشېټېډ پرېس ليکي، د طالبانو په وخت کې ښځو او نجونو نه شواى کولاى ښوونځيو ته لاړې شي او کارونه وکړي، خو دغه کارځاى د تجارت لپاره داسې يو چانس دى چې دوى په کې پيسې لاسته راوړي او خپلو کورنيو ته نفقه برابروي، البته د افغانستان په داسې يوه محافظه کاره سيمه کې چې ښايي د ښځو دغه کار له خطره تش نه وي.

٣٣ کلنه رنګينه حميدي چې د دې کارځاى مسووليت لري وايي له امريکا څخه افغانستان ته ستنه شوې، هغه په کندهار کې زېږېدلې خو د شوروي تر يرغل درې کاله مخکې امريکا ته تللې او هلته لويه شوې، په دې وروستيو کې کندهار ته ستنه شوې او د ښځو لپاره يې د لاسي کارونو داسې يو کارځاى او تجارتي مرکز پرانيست چې دوى يې په مرسته ځانونو ته نفقه برابروي.

رنګينې حميدي له ازادۍ راډيو سره په خبرو کې وويل، توليدات يې د افغانستان تر څنګ په نورو هېوادونو کې هم زيات مينه وال لري.

رنګينه وايي په اينده کې به دغه تجارت او کار و بار ته وده ورکوي.
کله چې دوه درې کاله مخکې امنيتي وضعه خرابه شوه، رنګينې پرېکړه وکړه د کندهارۍ خزانې په نوم دغه کارځاى پرانيزي، البته د يو څو زرو ډالرو په بودجې سره.

رنګينه وايي دوه نيم سوه ښځې ورسره کار کوي، چې ٢٣٠ يې په کورونو کې خامکدوزي کوي او شل ښځې په دفتر کې ورسره د ډيزاينرانې په توګه کار کوي. دهغې په وينا هره ښځه چې په کور کې کارونه کوي د مياشتې يوزر او شپږسوه افغانۍ، خو هغه ښځې چې هره ورځ دفتر ورځي د مياشتې پنځه زره افغانۍ ګټي.


په دغو ښځو کې يوه چې پر سره فرش ناسته وه، د نازيې مور وه، څلوردېرش کلنه پروينه، هغه د اوو اولادونو مور ده، هغه پر يوه زنانه کميس د کوچنيو هندارو په ګنډلو بوخته وه، داسې ښکاري لکه د ناوې کميس چې وي.

پروينې له داسې سړي سره واده کړى، چې په نشو اخته دى، ټوله ورځ په کور کې ناست وي.

د طالبانو په حکومت کې پروينې کار نه شواى کولاى، هغې وويل: زه شرمېږم چې نور خپلوان راته ډوډۍ او کالي راوړي، موږ خو څه سوالګر نه يو، زه به پخوا په کور کې وم. خو اوس مې خپلې کورنۍ ته وويل چې خپل خيرات دې په کوڅه کې غريبو او سوالګرو ته ورکړي.

کله چې پروينې دا خبرې کولې، د هغې لور نازيې د هغې په وړاندې لاسونه وپړکول او يې ويل: زه نه غواړم نورو ته محتاجه واوسم، زه به پيسې ګټم.