د علومو اکاډمۍ: د انتخاباتو نتایج دې زر تر زره اعلان شي

د افغانستان د علومو اکاډمۍ یو شمیر غړي

په كابل كې د افغانستان د علومو اكاډمۍ يو شمېر غړو په يوې غوڼدې كې د جمهوري رياست د انتخاباتو د نتايجو اعلانېدل وغوښتل.
د افغانستان د علومو د اكاډمې يو شمېر غړو ژر تر ژره د جمهوري رياست د انتخاباتو د نتايجو اعلانيدل وغوښتل.

سر محقق سيد امين مجاهد وويل، چې د ۱۳۸۸ لمريز كال د جمهوري رياست د انتخاباتو د نتايجو د اعلان ځڼديدل يوه سياسي لوبه ده او بس:

"په دې او په هغه نوم باندې د انتخاباتو ځنډول، یوازې یوه سیاسي لوبه او دا سیاسي لوبه زموږ د ملت په سرنوشت باندې ډېره بده اغېزه کوي.

موږ هیله مند یو چې د دې ځای نه وسلو او کیمیاوي موادو لابراتوارونه جوړ نه شي، چې هرڅوک وسلې جوړې کړي او راشي دلته دې وازمویوي او موږ درپه در او خاورې په سر کړي."

د علومو اكاډمې غړو په دې هم ټينګار وكړ چې د جمهوري رياست د انتخاباتو كورني او نړيوال ملاتړي دا ضمانت نشي كولاي چې كه انتخابات دوهم پړوا ته ووځي نو درغلۍ به په كې ونه شي.

دوی ويل چې په يو نوم او بل نامه باندې د انتخاباتو نتايج ځڼډول كيږي نو څومره چې په كې ځڼد راځي هومره د خلكو پر اقتصادي او نورو چارو منفي اغيزه كوي.

دا په داسې حال كې ده چې تر دې دمه د انتخاباتو خپلواك كميسون د جمهوري رياست د انتخاباتو نتايخ په سلو كې څو فيصده اعلان كړي دي، چې د د غو نتايجو له مخې دوه مخ كښ كانديدان شته.

د علومو اكاډمي علمي غړې زرلښت اوربين په دې باور ده چې په دغو انتخابانو كې د ښځو د رول كمزورتيا د تقلب يو اړخ وو:

"څرنګه چې وكتل شو د امنيتي شرايطو او ځينو دوديزو رواجونو د ستونزو په پام كې نيولو سره ښځو ونه شو كړای، چې په سمه توګه په انتخاباتو كې ګډون وكړي.


نو اكثره په انتخاباتو كې د ښځو پر ځای له نارينه وو كار واخيستل شو او د ښځو رايې نارينه وو واچولې، چې دا په انتخاباتو كې د تقلب لامل شو."

د افغانستان د جمهوري رياست انتخابات د روان لمريز كال د اسد په ۲۹ نيټه تر سره شوه.

د انتخاباتو كميسيون وايي اوس مهال د رای وركونې د هغو ۳۱۳ مشكوكو صندوقونو رايې شميري، چې د بېلابېلو سيمو په كې رايې اچول شوي دي.

بل خوا په زرګونو هغه افغانان هم د انتخاباتو د نتايجو او د هغه راتلونكي جمهور ريیس د ژمنو د پوره كېدو په تمه دي، چې دوی ورته خپلې رايې وركړي دي.