په كابل كې د موسيقۍ څلور ورځنى فسټیوال پيل شو

محلي سندرغاړي له ازادۍ راډيو سره خبرې كوي

په كابل كې د محلي موسيقي څلور ورځنى نړيوال فيسټوال، د افغانستان د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت او په كابل كې د فرانسي د فرهنګي مركزپه هڅوپه مالي مرسته پيل شو.

د فيسټیوال مسئولينووويل، د دوى هدف دا دى چې، د درې واړو هېوادونو "افغانستان، پاكستان او هندوستان"هنرمندان يو د بل محلي موسيقي وپيژني او فرهنګي اړيكي يې سره ټينګې شي.

د فيسټيوال په هكله په كابل كې د فرانسې د فرهنګي مركز د محلي موسيقي څيړونكي ژغم روييس د ازادۍ راډيو ته وويل:

"د محلي موسیقي د دوهم نړیوال فیسټیوال هدف د افغانستان د محلي موسیقي بیا جوړونه ده.

د هند او پاکستان نه هم سندغاړي او ساز غږونکي راغلي په دې فیسټیوال کې به د ددې دواړو هېوادونو هنرمندان د موسیقي په هکله خپل نظریات شریک کړي.

نن شپه د بدخشانۍ موسیقي غږول کیږي او استاد درمحمد کشمي او میر مفتون به ساز او اواز سره وکړي."

ده وويل، دى فيسټيوال ته د افغانستان له شمال څخه مشهور محلي هنرمندان درمحمدكشمي، ميرمفتون او استاد بهاوالدين تنبوره غږوونكى رابلل شوي دي، فيسټیوال به څلور ورځې دوام وكړي او په هرمجلس كې به يې په نوبت سره افغان، پاكستاني او هندي سندرغاړي سندرې ووايې او سازونه به وغږوي.

مسئولينو وويل، دوى هڅه كوي، چې په راتلونكې كې، د محلي موسيقي د فيسټیوال لمن نورو هېوادونو ته هم وغځوي او د ډيرو هېوادونو محلي سندرغاړي او ساز غږوونكي يو بل ته سره نږدي كړي.

د هېواد مشهور تنبوره غږوونكي استاد بهاوالدين وويل، دوى په سيمه كې د هنرمندانو كومه اتحاديه نه لري او نه ورته مسئولو چارواكو كومه پاملرنه كړی، بلكه دوی په خپل همت محلي موسيقي ژوندى ساتلى. ده وويل:


"د خپل هیواد څو محلي سندرېزي ټوټې لرو زموږ محلي موسیقيٍ سوچه ده او د یوی موسیقي تاثیر پری هم نه دی پریوتې که له موږ سره مرسته وشي او هڅول شو موږ به محلي موسیقي پری نه ږدو چې هیره دی شي."

دا په داسې حال كې ده چې په وروستيو دېرشو كلونو كې، د دې هېواد تكړه او مشهور سندرغاړی، د جنګونو له امله د هېواد پريښودلو ته اړشوي.

ځيني يې په بهرنېوهېوادوكې څه هنري فعاليتونه كوي اوځيني له هنره ګوښه شوي.

په هېواد كې پاتې هنرمندان يې له مربوطو ادارو څخه غواړي چې دوی دى سره راټول او هنري فعاليتونو ته دي وهڅوي.

راپور:خان محمد "سیند"