د ناټو عمومي منشي ترکیې ته ځي

د ناټو عمومي منشي اندرس فوګ رسموسن نن ترکېې ته خپل دوه ورځنی سفر پیلوي . دا د ناټو د عمومي منشي په توګه پر نوموړي د ترکيي له انتقادونو سره سره دې هېواد ته د نوموړي لومړی سفر دی.
رسموسن چې د ډنمارک پخوانی صدراعظم وو د روانې میاشتي په لومړیو کې د ناټو مشرتوب ته ورسیده .

ټاکل شوي چې هغه نن د ترکیې له جمهورریس عبدالله ګل سره ووینې او بیا په روژه ماتې کې له صدراعظم رجب طیب اردغان سره شریک شي .

په دوه زره پینځم میلادې کال کې د ډنمارک په ېوې ورځپاڼې کې د محمد (ص) د کارتونونو د خپریدو پرمسلې چې د ډیرو مسلمانانو غوصه یې وپاروله او رسموسن ترې د فاع کړی وه نو ترکېې د ناټو د مشرتابه لپاره د رسموسن د ټاکنې مخالفت کړی و .

په یوې مرکې کې چې په انقرې کې د یوې پوځې ورځپاڼې له لاره ترکیی ته د رسموسن تر سفر مخکې خپره شوی ، رسموسن ویلی پر ترکېې ټینګار کوي چې افغانستان ته د جنګې عسکرو د لیږلږ په ګډون د خپلو ځواکونو دپاتې کیدو موده اوږده کاندي .

ترکیه د ناټو د ځواکونو په چوکاټ کې اوه سوه عسکر په افغانستان کې لري چې د کار ساحه یې د کابل سیمو کې محدوده ده .

رسموسن به همدا شان پر ترکیی ټینګار وکړي چې له خپل سیال یونان سره ښی اړیکی ټینګې کړي .

د رسموسن په وینا د دوی دوه اړخیزې ستونزې په افغانستان کې د ناټو د عسکرو پر هڅو اغیز کوي . تر کیه له کلونو راهیسې له قبرس سره چې د اروپایي اتحاديی غړی دی اختلاف لري .