سیماثمر: د جرمونو نړيوالې محكمې ته يوه قضيه هم نه ده سپارل شوې

د بشري حقونو د خپلوا کمیسون مشره په کابل کې د عدالت د پراختیا غونډې ته خبرې کوي.

د افغانستان د بشر حقوقو خپلواك كميسيون وايي، دغه هېواد د عدالت په پلي كولو كې پاتې راغلى. او تر اوسه پورې په دې برخه کې هسې چې پکاره ده هڅې نه دي شوې.
د دې كميسيون مشرې ډاكټرې سيما ثمر چې د چهارشنبې په ورځ يې په كابل كې "په افغانستان كې د عدالت د ملاتړ سراسري كمپاين" په نامه غونډې ته خبرې كولې وويل، په كار ده افغان چارواكي د عدالت د تامين لپاره د جرايمو له نړيوالې محكمې يا ICC څخه مرسته وغواړي، چې ځينې جرمونه په شفافيت سره وڅېړل شي.

د بشر حقوقو خپلواك كميسيون په افغانستان كې د عدالت پر نه پلي كېدو اندېښنه وښوده او دا يې په افغانستان كې د روانو ستونزو يو اصلي علت وګاڼه.

د دې كميسيون مشرې ډاكټرې سيما ثمر وويل كه چېرې هغه لوى جرمونه چې پخوا شوي ونه څېړل شي، په افغانستان كې به د معافیت كلتور پراخېږي او په دې توګه به په هېواد كې د بې عدالتېو لمن لا پسې پراخېږي.

مېرمن ثمر په خپلو څرګندونو كې د افغانستان پر مسوولو ارګانونو هم انتقاد وكړ چې د ځينو جرمونو د تعقيب او څېړنې لپاره يې د جرمونو له نړيوالې محكمې ICCڅخه مرسته نه ده غوښتې:

”نړيواله جزايي محكمه يوه وسيله ده چې لږ تر لږه ځينې سترې بشري ضد قضيې، نسل وژنې او نور جنګي جرمونه يې په مرسته څېړل كېداى شي، خو په افغانستان كې لهICC سره تر تړون وروسته هم ځينې لوى او واړه جرمونه شوي دي، يوه قضيه هم ICC ته نه ده راجع شوې، په دې هېله چې په افغانستان كې عدالت تامين شي.“

ښاغلي ثمر زیاته کړه خلكو ته د عدالت نه رسېدلو، په افغانستان كې له تېرو پنځو كلونو راهيسې نا امني او نورې ټولنيزې ستونزې زياتې كړې دي.

خو افغان چارواكي بيا وايي د جرمي قضيو د قانون پر اساس افغانستان دغې نړيوالې محكمې ته هغه قضيې سپارلاى شي چې تر ۲۰۰۳م كال وروسته پېښې شوې وي.

د عدليې وزارت مسلكي معين محمد قاسم هاشمزى وايي، افغان حكومت په افغانستان كې د عدالت په پراختيا كې ځينې لاسته راوړنې لري:

”له هغې نېټې چې موږ له ICC سره ملګري شوي يو، تر دې غړيتوب وروسته به قضيې دوي ته ورځي، خو موږ ډېرې پخوانۍ قضيې لرو، دا پخوانۍ قضيې دوي ته نه شو لېږلاى، موږ هغه قضيې دوي ته لېږلاى شو چې تر ۲۰۰۳م كال وروسته پېښې شوې دي.
كه حكومت نه غواړي ځينې قضيې دې محكمې ته وړاندې كړي، په خپله ICC به مداخله كوي، په دې برخه كې ځينې پرمختګونه هم شوي دي، ځينې موسسې او محبسونه جوړ شوي، دغه راز قاضيان روزل شوي دي، خو بيا هم هغو اهدافو ته چې بايد رسېدلاى، نه يو رسېدلي.“

د ځينو راپورونو پر اساس ځينې كسان شته چې په تېرو كلونو كې يې په ځينو جنايي جرمونو كې يې لاس درلود، خو نن سبا په لوړو دولتي پوستونو كې دندې لري.

د افغانستان د بشر خپلواك كميسيون په داسې حالت كې د عدالت غوښتنه كوي چې د امريكا ولسمشر هم په دې وروستيو كې د شا و خوا دوه زره وژل شويو وسلوالو طالبانو د قتل د تحقيق لپاره ږغ پورته كړي.

ځينې نړيوال راپورونه وايي دا وسلوال طالبان د عبدالرشيد دوستم د كسانو له خوا وژل شوي، خو دوستم دا راپورونه رد كړي دي.