په ارزګان كې د امريكا له خوا روزنيز كورس نن پاى ته ورسېده

په ارزګان ولايت كې لسګونوخبريالانو ته د امريكا د پراختيايي ادارې له خوا جوړ شوي روزنيز كورس نن پاى ته ورسيد.

په ارزګان ولايت كې د دې روزنيزكورس يوه برابرونكي وحيد غرزي د ازادۍ راډيو ته وويل چې په دې درې مياشتني كورس كې پنځوسو تنو خبريالانو برخه اخيستې وه او د ژورناليزم په اړه دوي ته عملي روزنه وركړې شوه.

ده څرګنده كړه چې په ارزګان ولايت كې خبريالان له مسلكي پلوه ډيرې نيمګړتياوې لري او بايد چې په ورته توګه نور روزنيز كورسونه هم دوى ته جوړشي.

په خبركې ويل شوي چې د دې روزنيز كورس په پاى كې ګډون كوونكو خبريالانو ته كمپيوټرونه او د عكاسۍ كمرې هم وويشل شوې.