له کروندګرو اتیا زره ټنه غنم اخیستل کېږي

د كرنې او مالدارۍ د وزارت لخوا په يوۍ خپرۍ شوۍ اعلاميې كې راغلي دي چې اتيازره ټنه غنم به د كرنيزو كوپراتيفونو څخه او شل زره ټنه نور غنم به مستقيما له بزګرانو څخه په پيسو رانيسي.

ټاكل شوې ده چې دغه غنم به په لومړي پړاو كې له فارياب ، جوزجان ، بلخ ، سرپل ، كندز ، بغلان ، تخار ، سمنګان ، هرات او هلمند ولايتونو څخه راونيول شي.

د افغانستان د كرنې او مالدارۍ د وزارت چارواكي وايي چې سږ كال د غنمو په حاصلاتو كې د پام وړ زياتوالی راغلی اوكولای شي چې كورنۍ اړتياوې پوره كړي.