اوبه او لوږه

په افغانستان كې د سټراتيژيكو مطالعاتو د مركز لخوا د پنجشنبې په ورځ په كابل پوهنتون كې د اوبو او غربت تر سرليك لاندې يو كانفرانس جوړ شو، چې په كي د پوهنتون يو شمير استادانو، محصلينو او ځينو كورنيو او بهرنيو كارپوهانو هم ګډون كړى و
د اوبو او لوږې تر نامه لاندې د دې بحث ګډونوالو ټينګار وكړ چې په افغانستان كې د اوبو د خوندي كولو لپاره غوره مديريت ته اړتيا ده.

دغونډې يو برخوال استاد سيد مسعود وويل كه چېرې په افغانستان كې د اوبو د ضايع كېدو مخه ونيولي شي نو ډاډه يم چې د اوسني نفوسو څو برابرو زياتو ګړو ته به د غلې د وركولو امكانات ترلاسه شي:

"مونږ كولاى شو چې د اوبو په غوره مدريت سره ۱۶۷ ميليونو كسانو ته روزي وركړو، خو ستونزه په دې كې ده چې په افغانستان كي يواځي له ۳۵ فيصدو اوبو څخه استفاده كيږي او پاتې ۶۵ فيصده اوبه له افغانستان څخه د باندې نورو هېوادونو ته بهيږي."

ملګرو ملتونو په يوه راپور كې ويلي وه چې د افغانستان د امو د سيند له اوبو څخه خپله افغانستان يواځي دوه فيصده استفاده كوي او له پاتې نورو اوبو څخه ګاونډيان كار اخلي.

پوښتنه داده چې ولې دغه اوبه نه مهار كيږي او بې له كومې بيې او ارزښت څخه په وړيا توګه بهر ته روانې دي.

د ازادۍ راډيو د دې پوښتنې په ځواب كي استاد محمد عالم عالمي وويل:

"كه څه هم د افغانستان په پنځو حوزو كې د اوبو پراخه سرچيني موجودې دي ولې بيا هم وچكالي او غربت د څه باندې نهو ميليونو كسانو ژوند تريخ كړى دى."

له بلې خوا كارپوهان وايي افغانستان ته په تېرو څو كلونو كې تر ۳۰ ميلياردو ډالرو زياته مرسته شوې ده.

خو كه له دغې مرستې څخه يواځې يو څو ميليارده يې د اوبو په مهار كولو او د دښتو په خړوبولو باندې لږول شوې واى، نن به افغانستان د خوراكي موادو له پلوه د خود كفايي درجي ته رسيدلى و