د ننګرهار کانال د رياست اړوند څلور لوى فارمونه په ١٢٠ زره جريبه ځمکه کې جوړ شوي دي.ددغو فارمونو د کار پيل په کال ١٣٣٧ لمريز کال کې وشو او په ١٣٥١ کال کې د پخواني شوروي اتحاد په مرسته بشپړ شول. د ننګرهار درى لوى فارمونه په غازي آباد کې دي چې د غازي آباد د فامونو په نامه پيژندل کيږي او يو لوى فارم په هډه کې دى. دا فارمونه د کانال په لوى رياست پوري اړه لري.

. پدغو فارمونو کې نيمايي لويه برخه ييد ستروس يعني مالټې دي او نيمه کمه برخه يي زيتون دي. چې د زيتونو د حاصلاتو د اخيستلو لپاره ورته په هډه کې د زيتون فابريکه جوړه شوى. پدغه فابريکه کې د زيتون ډول ډول اچارونه او تيل او نور توکي جوړيږي.
د جګړي تر کلونو پخوا د ننګرهار فارمونو هرکال د ٢٥ ميلونه ډالره عايد درلود.
پدغو فارمونو کې يو شمير وداني هم په يو پوړيز او دوه پوړيزه توګه آبادى وي چې اوس يي ډيره برخه له مينځه تللي ده. يو وخت د ننګرهار درى زرو تنو کارګرو پدغو فارمونو کې کار کاوه.
د څه دپاسه شلو کالو جګړو کې د ستروس يا مالټو نوي په سلو کې له مينځه تللي او زيتون هم ندي پالل شوي. او تر ډيره حده په وحشي بوټو بدل شوي . زمونږ همکار داود وفا د ننګرهار کانال د رغوني او اړونده مسائلو په اړه د ننګرهار ولايت له سرپرست او د کانال د رئيس ډاکټر محمد آصف قاضي زاده سره مرکه کړي چې پام مو ورته رااړووز