له برقعې تر بیروکراسي: شوروي څنګه سل کاله وړاندې ازبکستان بدل کړ؟
له ۱۹۲۵ کال راهیسې، کله چې د ازبکستان ټولنیز جمهوریت د شوروي اتحاد برخه شو، یو عکاس وتوانېد چې هغه «سختدریځې ټولنیزه جراحي» چې بلشویکانو ترسره کړه او د منځنۍ آسیا ددې هیواد څېره یې د تل لپاره بدله کړه، په انځورونو کې وښيي.

۱۱
د شوروي اتحاد د لومړیو کلونو په ازبکستان کې برقعې پرسر ښځې. د مکس پنسون لومړني انځورونه هغه ښځې ښيي چې په بشپړ برقعو کې وې، کومې چې وروسته له سړکونو ورکې شوې.

۱۲
په ۱۹۳۹ کال کې د فرغانې کانال جوړول. د مکس پنسون ځینې له خورا په زړه پورې انځورونه د مصر د فرعونانو د زمانې یاد انځوروي، په داسې حال کې چې په منځنۍ آسیا کې د فرغانې لوی کانال جوړېدل روان وو، چې سلګونه کیلومتره اوږدوالی لري.

۱۳
کارګران په فرغانې کانال باندې کار کوي. دغه کانال د ستالین د «لوی طبیعي بدلون پلان» څخه مخکې جوړېده، چې ورپسې د شوروي د نورو پروژو په وسیله د کرنې لپاره د منځنۍ آسیا د سیندونو د برابرولو هڅې وکړې، چې په پایله کې یې داورال بحیره وچه شوه.

۱۴
یو کارګر د نوی راټول شوي پنبې په سر آرام کوي. مکس پنسون خپل پام د شوروي ازبکستان د پنبې یا مالوچ صنعت ته هم اړولی و. دغه جمهوریت د ټول شوروي د اړتیا وړ ۷۰ سلنه پنبه برابروله.

۱۵
د ۱۹۳۰مو کلونو کې د پنبې یا مالوچ حاصل اخیستل. د مکس پنسون په انځورونو کې د کرملین له خوا د منځنۍ آسیا د بدلون مخالفینو د ځپلو انځور نه ښکاري. په شوروي حکومت کې سلګونه ازبک مخالفان اعدام شوي یا په زندانونو کې مړه شوي دي.

۱۶
په بخارا کې زاړه یهودیان.مکس پنسون د بخارا او د ازبکستان په نورو ښارونو کې د یهودانو له ژوند څخه هم انځورونه اخیستي دي.

۱۷
په تاشکند کې اورلوبې.د مکس پنسون ژوند په خوشحالۍ پای ته ونه رسېد. هغه په ۱۹۴۸ کال کې، د ستالین د یهودځپنې او تصفیې په لوړه دوره کې، د «پراودا ویستوکا» څخه وشړل شو او د عکاسۍ جواز یې له لاسه ورکړ. د روغتیا د خرابېدو او د مسلکي راتلونکي د تیاره کېدو له امله، هغه په ۱۹۵۹ کال کې ومړ.

۱۸
مکس پنسون د خپلې مسلکي دورې تر پایه عکاسي وکړه. د هغه د ځان وژنې په اړه ډېر راپورونه خپاره شوي، خو د هغه لمسی له ازادي راډیو سره په خبرو کې وویل چې پنسون په طبيعي ډول ومړ، چې دا د هغه د ډېر سخت او ستونزمن ژوند پایله وه.