د روسیې پوځي چارواکو ویلي چې د اوکراین پر هوایي اډو او پوځي تاسیساتو یې بریدونه کړي دي.
لویدیځو اژانسونو د روسي چارواکو په وینا د دوی هدف همدا پوځي سیمې دي او د ملکیانو د اوسیدو پر ځایونو یې بریدونه نه دي کړي.
دا بریدونه څو ساعته وروسته تر دې پيل شول چې د روسیې ولسمشر ولادیمیر پوتین په اوکراین کې "ځانګړي پوځي عملیات" اعلان کړل.
د روسیې دا حملې سملاسي له پراخو غبرګونونو سره مخامخ شوي دي.
د اوکراین ولسمشر ولودمیر زلنسکي دغه هېواد کې بېړنی پوځي حالت اعلان کړی او د امریکا له ولسمشر جو بایډن سره یې پر ټیلیفون خبرې کړي دي.
د یرغل صحنې؛ روسیه پر اوکراین بریدونه کړي
۱
اور وژونکي د اوکراین په ختیځ چوهیو ښارګوټي کې له چاودنو وروسته د اور وژنې هڅې کوي.
۲
د اوکراین خارکیف ته نږدې د چوګوف له پوځي هوايي ډګره تور لوګي پورته کېږي.
۳
د اوکراین خارکیف ته نږدې د چوګوف له پوځي هوايي ډګره تور لوګي پورته کېږي.
۴
د اوکراین ټانکونه ختیځ ښار ماریوپول ته ننوتلي دي.
۵
د اوکراین په پلازمېنه کیف کې خځلې لیدل کیږي کله چې د روسیې یو توغندۍ په یوه کوڅه کې ولګېد.
۶
په ماریوپول کې یو اوکراینی عسکرپه یوه پوځي موټر کې لیدل کېږي.
۷
یوه ویډیو ښيي چې پوځي وسایط له کریمیا د اوکرایین خرسون اوبلاسټ ته د کلانچک سرحدي سیمې څخه تیریږي.
۸
۹
۱۰