د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
چهارشنبه ۱۲ مرغومی ۱۴۰۳ کابل ۱۱:۳۶

د سوریې د نویو واکمنو په لېکو کې بهرني جنګیالي


په عکس کې د حیات تحریر الشام غړي ښکاري چې د سوریې په شمال لویدیځ کې د حلب ښار کې د سوریې د پرځول شوي ولسمشر بشیر الاسد انځور ته اور اچوي.
په عکس کې د حیات تحریر الشام غړي ښکاري چې د سوریې په شمال لویدیځ کې د حلب ښار کې د سوریې د پرځول شوي ولسمشر بشیر الاسد انځور ته اور اچوي.

د ازادی اروپا راډیو ته معلومه شوې چې په سوریه کې د هغه وسله والو ډلو په لیکو کې د منځنۍ اسیا په ګډون د ځنو هیوادونو په سلګونو بهرني جنګیالي شتون لري. دا هغه وسله والې ډلې دي چې د ولسمشر بشرالاسد حکومت یې نسکور کړ او اوس د یو انتقالي حکومت د جوړولو لپاره هلې ځلې کوي.

په ټولنیزو رسنیو کې خپرې شوې او د ازادي راډیو له خوا تایید شوي ویډیوګانې ښیې چې اروپایان او د منځنۍ اسیا ځینو وګړو د سوریې د نیولو پر مهال د
حیات التحریر الشام (HTS) په ملاتړ جګړه کړی ده.

د یو اټکل تر مخه بهرنیان د ایچ ټي ایس او متحدینو ډلو د لس زره جنګي ځواک یوازې یوه برخه جوړوي. خو په جګړه کې د سخت دریځو بهرنیو جنګیالیو شتون د سوریې د ثبات او د دوي په خپلو سیمو کې د امنیت لپاره د خطر په توګه لیدل کیږي.

د واشنګټن انسټيټیوټ په نامه د یو څیړنیز مرکز څیړونکی اروین زلین وايي چې دا جنګیالي په اصل سوریايي نه دي نو له دې امله "دا به د امریکا له نظره یوه له لویو اندیښنو څخه وي."

امریکا او اروپايي ټولنه حیات التحریر الشام یو ترهګر سازمان بولي. دې ډلې وړاندې د القاعده سره تړاو لرلو خو اوس یې د زغم او ټولشمولیت ژمنه کړې ده. بیا هم ددې ډلې په اړه د حقونو څخه د سرغړونې او له ترهګرو ډلو سره د اړیکو په اړه اندیښنې پاتې دي.

په ۲۰۱۱ م کال کې د سوریې د کورنۍ جګړې له پیلېدو وروسته، په سلهاو البانیايان د اسلامي دولت (IS) له افراطي ډلې او د القاعدې د سوریې څانګې النصره جبهې سره د یوځای کېدو لپاره سوریې ته ولاړل. النصره جبهې ته بیا وروسته د حیات التحریر الشام نوم ورکړل شو.

په دوي کې ځینو د ازادي راډیو د خبر مرکزي څانګې ته ویلي چې د ۲۰۲۰ م کال پوری یې په سوریه کې څلور کاله جګړه وکړه او بیا اروپا ته راستانه شول. دوي زیاته کړې چې ددې کار لپاره په انټرنیټ کې ویډیوګانو تیر ایستي وو .

بانیا اټکل کوي چې اوس مهال یې شاوخوا ۳۰ وګړي په سوریه کې دي. همدارنګه، د شمالي مقدونیا د کورنیو چارو وزارت ویلي چې لږ تر لږه څلور وګړي یې په سوریه او ګاونډي عراق کې د وسلوالو ډلو لپاره په فعاله توګه جنګېږي. دغه شان، د بوسنیا او تاجکستان ځینې اوسېدونکي هم د سوریې د جنګیالیو سره ملګري شوي دي.

په راپور کې راغلي دي چې ډېری اروپایان چې په سوریه کې له وسلوالو ډلو سره یوځای شوي، په انټرنېټ کې د ویډیوګانو او معلوماتو له کتلو وروسته سختدریځه شوي، یا د مذهبي عقیدې او د جهاد مفکورې لخوا هڅول شوي. ځینو ته د ورانکارو ډلو لخوا پیسې هم ورکړل شوي دي.

XS
SM
MD
LG