د افغانستان د کرکټ ملي لوبډلې بنګلهدېش ته په درېیمه یو ورځنیۍ مسابقه کې هم په لوی توپیر ماته ورکړه.
افغان لوبډلې، چې سیال ټیم ته یې ۲۹۴ منډې هدف ټاکلی و، دا سیالي د ۲۰۰ منډو په توپیر وګټله. د افغانستان لپاره ابراهیم ځدراڼ یوار بیا خورا ښه بیټنګ وکړ. ده، چې په پیل کې رحمان الله ګوربز ورسره نسبتاً ښه شراکت وکړ، په یوازې توګه ۹۵ منډې وکړې.
ګوربز ۴۲، صدیق الله اتل ۲۹او عظمت الله عمرزي ۲۰ منډې وکړې. د افغانستان نور لوبغاړي نسبتاً ژر وسوځېدل خو محمد نبي په پرله پسې شپږیزو او څلوریزو په ۳۷ توپونو ۶۲ ناسوځېدلې منډې وکړې او د توقع خلاف یې د افغانستان د منډو شمېر خورا لوړ کړ.
د بنګله دېش په لوبډله کې سیف حسن نه یوازې په باولینګ یا توپ اچونه کې ښه وځلېد بلکې یوازینی بنګالی لوبغاړی و چې خپلې لوبډلې ته یې دوه عددي منډې وکړې. له سیف حسن پرته چې په ۵۴ توپونو یې ۴۳ منډې وکړې، بل هیڅ بنګالي لوبغاړي دوه عددي شمېره پوره نه کړای شوه.
د افغانستان لپاره په باولینګ یا توپ اچونه کې نوي تېز لوبغاړي بلال سمیع په ۷ اورونو کې د بنګله دېش ۵ لوبغاړي وسوځول. راشد خان په ۶ اورونو کې ۳ لوبغاړي وسوځول.
په دې سیالي کې افغان لوبغاړو د کرکټ په درې واړو برخو، یعني بیټنګ، باولینګ او فیلډینګ کې ښه لوبه وکړه. د تېرو سیالیو په شان یې په فیلډ کې تېروتنې نه وې یا خورا کمې وې.
هماغسي چې بنګله دېش شل اوره سیالۍ له افغانستانه ۳ پر صفر ګټلې وې، افغانستان په یو ورځنیو یا پنځوس اوره سیالیو کې بنګله دېش ته درې پر صفر ماته ورکړه.