د پاکستان صدراعظم شهباز شریف او د هغه هیواد د پوځ مشر فیلډ مارشل عاصم منیر د امریکا له ولسمشر ډونالډ ټرمپ سره په سپینه ماڼۍ کې کتلي دي.
د پاکستان سرکاري راډیو پر خپلې ویبپاڼې لیکلې دي چې د پنجشنبې په ورځ د سېپټمبر پر ۲۵مه په دې لیدنه کې د واشنګټن او اسلام اباد ترمینځ په مهمو چارو خبرې وشوې. پاکستان وايي شهباز شریف باور څرګند کړی دی چې د ډونالډ ټرمپ په مشرۍ کې به د دواړو هیوادونو ترمینځ د متقابلو ګټو لپاره همکاري لا نوره پیاوړې شي.
د راډیو پاکستان د راپورله مخې د پاکستان صدراعظم په دې کتنه کې امریکایي کمپنیو ته بلنه ورکړه چې په پاکستان کې د کرهڼې، معلوماتي ټېکنالوژۍ، کانونو او مېنرالونو او د انرژۍ په څانګو کې پانګه اچونه وکړي.
دي ټیلیګراف ان لاین رسنۍ لیکي چې د پاکستان له صدراعظم شهبازشریف او د پوځ له مشر سره ترلیدو وړاندې ډونالډ ټرمپ رسنیو ته ویلي ول چې هغه اووه جنګونه په سوله بدل کړي دي او اوس د پاکستان صدراعظم او د دې هیواد د پوځ مشر را راوان دي. ټرمپ ویلي و چې د پاکستان د پوځ مشر یو مهم کس دی او همدا رنګه صدراعظم هم.
همدا رنګه د پاکستان د سرکاري راډیو د ویبپاڼې په حواله صدراعظم شهباز شریف په نړۍ کې د جنګونو د ختمولو او د سولې د را وستلو لپاره د امریکا د ولسمشر هڅې ستایلې دي او هغه یې د "سولې د شخصیت" په نامه یاد کړی دی.
له کله نه چې د هند او امریکې اړیکې مخ په سړېدو دي، د اسلام اباد او واشنګټن تعلقات مخ په ښه کېدو دي
اسوشيېتېډ پریس لیکي چې شهباز شریف د هغو اتو عربي یا اسلامي هیوادونو د مشرانو په لیسټ کې شامل وو چې د ملګرو ملتونو د عمومي اسمبلۍ د سږنۍ غونډې په څنډه کې یې د امریکا له ولسمشر ډونالډ ټرمپ سره وکتل.
اژانس وړاندې لیکي، له کله نه چې د هند او امریکې اړیکې مخ په سړېدو دي، د اسلام اباد او واشنګټن تعلقات مخ په ښه کېدو دي. اژانس لیکي، د ټرمپ د ولسمشرۍ په لومړي دوره کې مودي او ټرمپ ډېر سره نږدې معلومېدل خو اوس چې هند له روسیې په زیاته پیمانه او په رعایتي بیه تېل اخلي نو دې کار ټرمپ او مودي سره لرې کړي دي.
د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ پر هند تجارتي تعارفې په بې ساري ډول زیاتې کړې دي. خو بل لوري ته د ۲۰۲۵ز کال په جولای کې پاکستان او امریکا په یو تجارتي تړون سلا شول. د دغه تړون له مخې تمه کېږي چې واشنګټن به د پاکستان د تېلو د زېرمو په پراختیا کې مرسته وکړي او په پاکستان به د امریکا لخوا ټیتې تعرفې ولګول شي.