د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
سه شنبه ۲۸ زمری ۱۴۰۴ کابل ۰۷:۲۲

ملګري ملتونه خبرداری ورکوي چې د افغان راستنېدونکو کورنیو لپاره یې د بېړنۍ مرستې بودیجه په ختمېدو ده  


د ملګرو ملتونو د کډوالو عالي کمېشنري خبرداری ورکړی چې د افغان راستنېدونکو کورنیو لپاره یې د بېړنۍ مرستې بودیجه په ختمېدو ده. دغې ادارې پرون په یوه بیان کې له نړیوالې ټولنې غوښتي چې په دې کړکېچن وخت کې له راستنیدونکو افغان کډوالو سره خواخوږي وښيي او بېړنۍ مرستې ورسره وکړي.

د کډوالو په چارو کې د ملګرو ملتونو عالي کمېشنري (یو ان اچ سي ار) وايي، له ګاونډیو هېوادونو د افغانانو په پراخه کچه راستنېدل په افغانستان کې بشري ناورین رامنځته کوي او د راستنېدونکو د لومړنیو اړتیاوو د برابرولو لپاره د نړیوالو مرستو ته بیړنۍ اړتیا ده.

د (UNHCR) ادارې د یکشنبې په ورځ، د اګست په ۱۷ مه په یوه بیان کې خبرداری ورکړی چې د مالي محدودیتونو او د افغان کډوالو د راستنیدو د پراخې کچې له امله، د دې ادارې د مرستو چمتو کولو بهیر به تر راتلونکو څو اونیو نور دوام ونه کړي.

دغه سازمان زیاته کړې، په داسې حال کې چې اضافي کارکوونکي سرحدونو ته استول شوي او کورنیو ته د خوراکي توکو، اړینو توکو او نغدو پیسو په ګډون بېړنۍ مرستې رسول شوي، خو په ټکو یې شته مالي سرچینې د ناورین لپاره کافي نه دي.

وړاندې راغلي چې افغانستان د لوی شمیر راستنیدونکو د جذب ظرفیت نه لري، او بشري اړتیاوې هم د بیکارۍ او د طبیعي پیښو پایلو له امله لاپسې زیاتې شوي دي.

د ملګرو ملتونو د کډوالو عالي کمېشنرۍ وايي، ډېری راستانه شوي کډوال په سختو شرایطو کې افغانستان ته ستنېږي، چې له ځورونو ، نیولو، له کورنیو څخه د جلا کېدو او د خپلو شتمنیو د لاسه ورکولو له درکه زیانمن شوي دي.

دغې ادارې زیاته کړې چې افغان ښځې او نجونې له مخ په زیاتیدونکي محدودیتونو سره مخ دي او قومي او مذهبي لږکي، د بشري حقونو فعالان او خبریالان هم له بیرته ستنیدو وروسته له خطر سره مخامخ دي.

(یو ان اچ سي ار) ټینګار کړی چې نړیوالې مرستې د راستنیدونکو بیړنیو اړتیاو لکه خواړه، سرپناه، روغتیایی خدمتونو، د څښاک پاکې اوبه او د ښځو او نجونو د پیاوړتیا لپاره حیاتي کیدای شي.

د کډوالو په چارو کې د ملګرو ملتونو عالي کمېشنرۍ پر نړیوالې ټولنې غږ کړی چې په دې کړکېچن وخت کې له راستنېدونکو افغان کډوالو سره خواخوږي وښيي او بېړنۍ مرستې دې ورسره وکړي.

په همدې حال کې له ایران او پاکستانه یو شمېر ستانع شوي افغان کډوال وايي چې له ډېرو ستونزو سره مخ او هېڅ ډول مرستې یې نه دي ترلاسه کړي.

کریم محمدي چې په دې وروستیو کې له ایرانه افغانستان ته ستون شوی، وایي:

موږ ملګرو ملتونو ته لاړو، خو هغوی زموږ پوښتنه ونه کړه او ویې ویل ولاړ شئ، راغلو چې طالبان به خلکو سره مرسته کوي خو هغوی هم له موږ سره هېڅ مرسته نه ده کړې، موږ د خوراک لپاره څه نه لرو، د خلکو د دروازو تر شا اړ پاتې یو، هېڅ څوک مرسته نه کوي.


یو بل افغان چې په دې وروستیو کې له پاکستانه افغانستان ته راستون شوی او نه یې غوښتل نوم یې په راپور کې خپور شي وایي:

کله چې موږ له تورخمه راغلو، موږ ته ویل شوي وو چې دوی به ستاسو د کارت له لیدلو وروسته تاسو ته ۳۷۵ ډالر درکړي، خو چې کله موږ راغلو، نه یې ډالر راکړل نه بل څه، کله چې دلته راغلو له ډېرو ستونزو سره مخ شوو، دلته وضعیت ډیر خراب دی، زموږ مالي حالت ډېر خراب دی، هر چېرې چې ځو شمیره مو، خو تر اوسه له موږ سره مرسته نه ده شوې.


د يادونې ده، چې تر دې مخکې د ملګرو ملتونو د کډوالو عالي کمېشنرۍ (یو ان اچ سي ار) د اګست په شپږمه ويلي وو، چې د روان کال له پیله تر اوسه له ايران او پاکستانه څه باندې ٢،١ ميليونه افغانان بېرته افغانستان ته ستانه شوي دي.

XS
SM
MD
LG