د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۲۴ زمری ۱۴۰۴ کابل ۰۹:۱۷

د موسیقۍ د هنرمندانو ناوړه اقتصادي حالت، طالبان د دوی هنر ( حرام) بولي


د موسیقۍ سوځول شوي وسایل، ارشیف
د موسیقۍ سوځول شوي وسایل، ارشیف

په جلا وطنۍ کې د افغانستان د موسیقۍ ملي انستیتوت وايي، په تېرو څلور کلونو کې د طالبانو د حکومت له خوا په موسیقۍ بندیز دغه هیواد کې افغان سندرغاړي او هم افغاني موسیقي سخت ځپلي دي.  د دغه انستیتوت مشر ازادي راډیو سره په خبرو کې وویل، ډیری سندرغاړي دا مهال په افغانستان کې جدي اقتصادي ستونزو سره مخ دي.

د ۲۰۲۱ کال د اګست پنځلسمه په افغانستان د طالبانو د بیا واکمنېدو ورځ او ورسره جوخت پر موسیقۍ بندیز، هغه محدودیت چې د دوی په تېرې واکمنۍ کې هم موجود و.

په جلا وطنۍ کې د افغانستان د موسیقۍ ملي انستیتوت وايي، د طالبانو د حکومت له خوا پر موسیقۍ بندیز په تېرو څلور کلونو کې افغان سندرغاړي او هم افغاني موسیقي سخت ځپلي دي.

د موسیقۍ هنرمندانو پخوا هم ښه اقتصاد نه درلود، اوس هم له اقتصادي پلوه بدې ورځې ګالي
د موسیقۍ انستیتیوت مشراحمد ناصر سرمست

د دغه انستیتوت مشر احمد ناصر سرمست ازادي راډیو سره په خبرو کې وویل، دا مهال په افغانستان کې ډیری سندرغاړي جدي اقتصادي ستونزو سره مخ دي" د موسیقۍ هنرمندانو پخوا هم ښه اقتصاد نه درلود، خو په تیرو دې څلور کلونو کې یې د ګټې وټې یوازېنۍ لار چې موسیقي کول او په دې برخه کې خلاقیت و هم پرې تړل شوې، ډیری دوی چې څه درلودل د طالبانو د واکمنۍ په لومړیو، اونیو او میاشتو کې یې خرڅ کړل، په دې هیله چې د ۲۰۲۱ کال طالبان متفاوت دي او شاید بیرته موسیقۍ ته اجازه ورکړل شي."

خو د نوموړي په خبره، له بده مرغه داسې ونه شول او دې بندیز دوام پیدا کړ.

ښاغلی سرمست اندېښنه څرګندوي وايي، چې د دې وضعیت دوام به افغان سندرغاړی او په ټوله کې افغان موسیقۍ نوره هم اغیزمنه کړي.

یو شمیر افغان سندغاړي هم وايی دې محدودیت سخت حالت سره مخ کړي دي.

د دوی له ډلې یو چې نه یې غوښتل نوم یې په راپور کې واخیستل شي ازادي راډیو ته وویل" سامان الات یې ماتېږي، دوی تهدیدېږي، وهل کېږي، بې عزته کېږي، شپې شپې په حوزو کې په ګرمۍ او په یخنۍ کې پرې تېرېږي، دوی مجبوره دي، ماران خو نه دي چې خاورې وخوري، د دوی اولاد به څه خوري، له هنر پرته دوی بله لار نه لری، بچي ورنه ډوډۍ غواړي، جامه غواړي، د کور خاوند ترې د کور کرایه غواړي."

ه هنر پرته دوی بله لار نه لری، بچي ورنه ډوډۍ غواړي، جامه غواړي، د کور خاوند ترې د کور کرایه غواړي
افغان سندرغاړی

طالبان وايي، موسیقي حرام ده، ځکه اجازه نه ورکوي او له همدې امله د موسیقۍ الات ماتوي او سوځوي یې.

دوی په وار وار له رسنیو هم غوښتي چې موسیقي خپره نه کړي او یو شمیر موټر چلونکو هم مخکې ازادي راډیو سره په خبرو کې ویلي وو، چې دوی ته موټرو کې د موسیقۍ اورېدلو اجازه نه ورکول کېږي.

د یادونې ده چې پر موسیقۍ د طالبانو د بندیز له امله یو شمیر هنرمندان له افغانستان وتي هم دي، خو ځني دوی چې په ګاونډیو هیوادونو په ځانګړي ډول ایران او پاکستان کې دي هم وايي، له دې هیوادونو د ایستلو په ګډون له ګڼو ستونزو سره مخ دي.

XS
SM
MD
LG