په افغانستان د طالبانو د بیا واکمنېدو د څلور کاله واکمنۍ پوره کېدو په درشل کې، یو شمیر معترضو خوځښتونو او د افغان ښځو د حقونو ملاتړو سازمانونو د نړۍ په ۱۴ ښارونو کې د طالبانو، د هغوی د واکمنۍ د دوام او پر افغان میرمنو یې د محدودیتونو پر وړاندې مظاهرې او لاریونونه پیل کړي دي. دوی وایي چې دا لاریونونه به له پنجشنبې تر یکشنبې ورځې پورې څلور ورځې دوام وکړي.
افغان اعتراض کوونکي به په پاریس، سائو پائولو، برلین، هامبورګ، دوسلدورف، مونیخ، اوسلو، ویانا، جنیوا، دارم شتات، مادرید، امستردام، واشنګټن او ټورنټو کې راټول شي او د نړۍ په بېلابېلو هېوادونو کې یې له خلکو غوښتي چې په ټاکلو ځایونو کې له دوی سره یوځای شي.
د افغان ښځو د سیاسي مشارکت شبکه وايي، نن یې په ایران، پاکستان او اند افغانستان کې په سر پټو ځایونو کې اعتراضي پروګرامونه پیل کړي او سبا به په هالنډ، کاناډا او فرانسه کې هم دغه پروګرامونه ولري.
د دغې شبکې مشرې ترنم سیدي د پنجشنبې په ورځ « « د اګست په ۱۴» ازادي راډيو ته وویل چې د دغو اعتراضونو له پیلولو د دوی هدف د افغانانو په ځانګړي ډول د هغو ښځو غږ پورته کول دي چې په تېرو څو کلونو کې د طالبانو په واکمنۍ کې له جدي ستونزو سره مخ دي.
“موږ څو پرلپسې پروګرامونه لرو چې عامه پروګرامونه دي چې په ډېرو هېوادونو کې ترسره شوي او په ډېرو هېوادونو کې به ترسره شي، زموږ هیله دا ده چې نړیواله ټولنه بالاخره د افغانانو ناوړه وضعیت او دغه ستونزمن حالت چې طالبانو د خلکو پر وړاندې رامنځته کړی، ښځې او نجونې یې اسیرې کړي او د سیاسي یرغمل په توګه د هغوی له حقونو څخه ناوړه ګټه پورته کوي، د پای ټکی کېږدي."
دغې شبکې دغه شان په خپله اعلامیه کې د ۲۰۲۱ کال د اګست ۱۵مه "د افغانستان په تاریخ کې یوه توره او بدمرغه ورځ" بللې ویلي یې دي چې "اوس له هغه ناورینه، ظلم، وېرې، بې وزلۍ، اجباري کډو، وژنو، زندان، شکنجو، تیري، سپکاوي او بي عدالتۍ، او د ښځو له سیستماتیکې ځپنې او ټولنیزې فضا یې له بشپړ ایستلو څلور کاله تېر شوي.
دغې شبکې زیاته کړې چې «په دې څلورو کلونو کې د افغانانو په ځانګړي ډول د ښځو، مدني فعالانو، ژورنالیستانو، هنرمندانو او قومي او مذهبي لږکیو پر وړاندې بې شمېره جنایتونه ترسره شوي او د افغان ښځو او نجونو پر وړاندې د ځپنې فرمانونه، تبعیضي سیاستونه او د جنسیتي اپارتاید ښکاره کړنې ترسره شوي دي.”
د افغانستان د پرمختللو ډلو د غورځنګ مشره مولوده توانا چې د نړۍ هېوادونو په اعتراضي غورځنګونو کې شامله ده د نړۍ پر کړنو نيوکه کوي او وايي چې په تېرو څلورو کلونو کې نړۍ د افغانستان د خلکو لپاره هېڅ نه دي کړي:
"په افغانستان کې د طالبانو څلور کلنه واکمني، د افغانانو پر وړاندې د محدودیتونو شدت او د نړۍ او نړیوالو سازمانونو بې غوري او نه پاملرنه دا څرګندوي چې موږ نور له نړیوالې ټولنې او هغو هېوادونو څخه چې د ډیموکراسۍ ادعا کوي، تمه ونه لرو، نو موږ پورې اړه لري چې خپله باید کړنلاره ومومو چې د طالبانو د حکومت بدیل له ځوانو او لوستو افغانانو څخه جوړ کړو، چې دغه واکمني وځپل شي.”
دا اعتراضونه په داسې حال کې دي چې جمعه د اګست ۱۵مه په افغانستان کې د طالبانو د واکمنۍ څلور کاله پوره کېږي.
طالبان د ۲۰۲۱ کال د اګست په ۱۵ په افغانستان کې بیا واک ته ورسېدل او بیا یې پر ښځو بېلابېل محدودیتونه ولګول چې لا هم دوام لري.
د طالبانو حکومت په تېرو څلورو کلونو کې له شپږم ټولګيو پورته نجونې ښوونځيو ته له تلو منع کړي او پوهنتونونو او ان طبي انسټیټوټونو ته يې د تلو اجازه نه ده ورکړې، دغه شان په ډېرو دولتي او نادولتي ادارو کې د ښځو پر کار کولو یې هم بنديز لګولی او تفريحي پارکونو، ورزشي لوبغالو ته له تګ، له محرم پرته له لرې واټن سفر او ان ښځینه حمامونو ته له تګ یې هم منع کړي دي، او کومې ښځې چې مظاهرې او اعتراضونه یې کړي ادعا یې کړې چې بندیانې او شکنجه شوي دي.
یو شمیر کابل میشتو میرمنو په دې ورستیو کې ازادي راډیو سره په خبرو کې دا ادعا هم کړې وه چې د طالبانو د حکومت د امر بالمعروف او نهي عن المنکر وزارت محتسبینو د کابل ښار په بېلابېلو سیمو کې د ښځو او نجونو په نیولو او ځورولو لاس پورې کړی او لسګونه دوی یې د حجاب د نه اغوستلو او د محرم د نه لرلو په تور بندیانې کړې دي.
د طالبانو حکومت په وار وار ادعا کړې چې په افغانستان کې د اسلامي شریعت په چوکاټ کې د ښځو حقونه خوندي دي، هغه څه چې افغان ښځو او نړیوالو سازمانونو رد کړي او وايي چې طالبانو په پراخه کچه افغان ښځې او نجونې ځپلې دي.