یو شمیر افغان شاعران د طالبانو حکومت د مشر ملا هبت الله اخندزاده له خوا د مشاعرو د تنظیم د نوی قانون توشیح د شعر او شاعر په وړاندې محدودیت ګڼي ټینګار کوي، چې په دې توګه به د شاعرانو ازادي او خلاقیت اغیزمن شی.
له دې ډلې افغان شاعر او لیکوال فاروق فردا ازادي راډیو ته وویل، شاعر تر هرچا دمخه خپل مکلفیتونه پېژني او څه چې وايي پوهېږي چې څه وايي، نو په خبره یې د چا فرمایش ته اړتیا نه لري:
"له هاینه څخه را نیولې تر معاصرې شاعرۍ پوري شعر خپل جوهر ساتلی دی. شاعر يې خپله ګنډي د چا خیاط (قد اندام) ته ضرورت نه لري. د شاعر کار د ښکلا ښودل دي او د ښکلا په ښودلو کې د دنیا هیڅ قانون مانع نه ایجادوي. شاعر د ځان جوړي موانعو دتابعیت تذکره نه اخلي. شاعر ازاده او خپلواکه هستي ده چې یوازینی محدودیت یې د ده خپله اخلاقی، دیني او ملي مکلفیتونه دي چې پر هغو هم تر نورو ښه پوهېږي."
د مشاعرو د تنظیم قانون چې د طالبانو حکومت تر کنترول لاندې د باختر اژانس د خبر له مخې د روان لمریز کال په جوزا میاشت کې د طالبانو مشرملا هبت الله اخندزاده توشیح کړی دی، بشپړ متن یې تر اوسه رسنیز شوی نه دی.
خو د طالبانو حکومت د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت په خپله ویب پاڼه په دې اړه لیکلي، چې دا قانون یوه مقدمه، درې بابه، دوه فصلونه او دیارلس مادې لري.
وړاندې د دغه قانون په اړه ورکړل شویو معلوماتو کې راغلي چې د حکمونو د تطبیق مرجع یې د اطلاعاتو او کلتور وزارت دی او په کې د اسلامي شعائرو اواساساتو له صریح یا کنایوي سپکاوي او د قومونو، ژبو، سمتونو او مسلمانانو له تحقیر او تفریق څخه په جدي توګه منع راغلې ده.
دغه شان زیاته شوې چې په دې قانون کې شاعران مکلف شوي، چې د خپلو شعرونو په محتوا کې اسلامي اخلاق، شرعي سیاست، د نفس تزکیه، د اهل السنة و الجماعة د عقیدي تحکیم، د امت وحدت، اسلامي غوښتنو ته بلنه، خو د مجازي عشق، ناروا خواهشاتو او بي ځایه احساساتو څخه د شعر خالي والی رعایت کړي.
بل افغان شاعر او لیکوال صدیق کاوون ازادي راډیو ته په لیکلي پیغام کې په دې اړه ویلي چې " د مشاعرو د تنظیم لپاره د ځانگړي قانون او ضوابطو وضع کول ځکه گټور او موثر نه دي چې د بيان ازادۍ په وړاندې د خنډ تر څنګ به د سانسور ادارو ته دا امکان په لاس ورکړي چې په حقه او نا حقه او په يوه او بله پلمه، د شعر د سالمې ودې مخه ونيسي."
شاعره او لیکواله صفیه میلاد هم ورته نظر لري، نوموړې ازادي راډیو سره په خبرو کې زیاته کړه:
" د هنر په برخه کې هر ډول قانون ګذاری باید د هنرمندانو، شاعرانو او بې پرې فرهنګي بنسټونو په حضور او مشارکت سره ترسره شي، نه د یو اړخیزو سیاسي قدرتونو له خوا، زه فکر کوم که څه هم کیدای شي له شعر څخه د ارزښتونو د بیان لپاره ګټه واخیستل شي خو باید دا تمه ورنه ونه لرو چې یو خاص لوري ته روان شي. "
ننګرهار ولایت کې یو شاعر ازادي راډیو سره په خبرو کې ادعا وکړه چې د طالبانو حکومت د مشاعرو د تنظیم قانون جوړلو ته ورسته له هغې اقدام وکړ چې په دغه ولایت کې د "نارنج ګل" په دودیزه مشاعره کې یو شمیر شاعرانو په خپلو شعرونو کې په طالب چارواکو انتفادونه وکړل.
ده چې ویې نه غوښتل د موضوع د حساسیت له امله یې نوم او غږ په راپور کې خپور شي زیاته کړه چې ورسته بیا په کندهار کې "انارګل" دودیزه مشاعره تر سخت سانسور او کنترول لاندې ترسره شوه.
دی او په راپور کې نور مرکه شوي شاعران اندېښنه څرګندوي چې د طالبانو حکومت دا قانون به په افغانستان کې مشاعرې محدودې کړي.
خو د طالبانو حکومت د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت د کلتور او هنر مرستیال مولوي عتیق الله عزیزي کابل کې د مشاعرو د تنظیم د قانون په اړه جوړ شوي سینمار کې چې د سرطان په اتمه نېټه جوړ شوی و دا اندېښنې بې ځایه وبللې زیاته یې کړه، چې په یاد قانون کې په مشاعرو بندیز یا محدودیت نه دې لګول شوی بلکې په خبره یې په اسلامي روحیه سمبال قانون ورته جوړ شوی دی.
د باختر اژانس د خبر پر بنسټ دې درې ورځنی سیمینار کې په پلازمینه کې د دغه وزارت چارواکو او ولایتي ریسانو یې ګډون کړی و.
د یادونې ده چې په افغانستان کې دودیزې مشاعرې نږدې په هر ولایت کې ترسره کېږي چې مینه وال یې هم ډیر دي.
په تیر جمهوري نظام کې هم دا مشاعرې کېدې، شاعرانو به انتقادي شعرونه ویل او چارواکي به یې په کې مخاطب ګرځول، خو له محدودیتونو سره نه وې مخ شوې او نه یې د تنظیم لپاره کوم قانون رامنځته شوی و.