د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۱۳ چنګاښ ۱۴۰۴ کابل ۰۹:۳۸

طالبان وايي یوازې د چارشنبې په ورځ له ایرانه نږدې ۵ زره کډوالې کورنۍ ورستنې شوې


د طالبانو حکومت د راستنېدونکو چارو کمېسیون وايي، یوازې د چارشنبې په ورځ له ایران څخه د هرات د اسلام کلا، نیمروز د ورېښمو پله، له لارو  نږدې ۵ زره افغان کډوالې کورنۍ ورستنې شوې دي. 

د دغه کمېسیون د رسمي شمېرو له مخې، تر ټولو ډېرې راستنې شوې کورنۍ (۳۸۵۰ کورنۍ) د اسلام کلا له لارې، ۱۱۳۰ کورنۍ د نیمروز له ورېښمو پولې له ایران څخه افغانستان ته اړول شوي دي.

بلخوا د ایران د تایباد ولسوالۍ سیمه‌ییز چارواکي وايي، د افغان کډوالو د ایستلو لړۍ یې په بې‌ساري ډول چټکه شوې ده.

د تایباد سرحدي ولسوالۍ مرستیال مهدی رجبي ایراني رسنیو ته ویلي چې یوازې د سرطان په لسمه ۲۱ زره او ۵۰ افغان کډوال د دوغارون له لارې افغانستان ته شړل شوي دي.

رجبي زیاته کړې چې د سرطان له لومړۍ تر لسمې نېټې پورې له همدې پولې څخه شاوخوا ۱۴۰ زره افغان کډوال افغانستان ته استول شوي دي، چې دا شمېر د تېر کال پرتله بې‌مخینې ډېر شوی دی.

هغه خبرداری ورکړی چې د سرطان ۱۵مه به د اسنادو پرته افغان کډوالو لپاره وروستۍ نېټه وي، او له دې وروسته به د کډوالو د ایستلو لړۍ لا پسې چټکه شي.

بل لور ته د بشري حقونو سازمان حال‌وش اندېښنه ښودلې چې ګڼ شمېر افغان کډوال او بې‌اسناده بلوڅ وګړي د زاهدان د الغدیر کمپ ته لېږدول شوي چېرې چې هغوی د څښلو پاکو اوبو او خوړو ته لاسرسی نه لري.

په همدې حال کې په ټولنیزو رسنیو کې داسې ویډیوګانې هم خپرې شوې چې ظاهرا په کې ځینې عام ایراني وګړي او ایراني امنیتي ځواکونه افغان کډوال ځوروي، وهي، ټکوي او توهینوي.

ازادي راډیو د دې ویډیوګانو د کره‌والي سپیناوی نه‌شي کولی، خو په ټولنیزو رسنیو کې افغان او ایراني فعالانو د روان تاوتریخوالي د پای ته رسولو غوښتنه کړې ده.

ایران کې د افغان کډوالو پر ضد د تاوتریخوالي پېښې وروسته له هغې زیاتې شوې چې د اسرایلو لخوا د ایران پر پوځي اهدافو له بریدونو وروسته، ایراني چارواکو بهرني وګړي اسرایل ته په جاسوسۍ تورن کړل، چې تر ډیره یې افغان کډوال دغلته له ستونزو، نیولو او ان د عامو وګړو له خوا له زیاتیدونکي تبعیض سره مخ کړل.

XS
SM
MD
LG