د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
یکشنبه ۱۸ غبرګولی ۱۴۰۴ کابل ۰۳:۵۸

پر عمومي عفوې د رییس الوزرا ټینګار، پخواني سرتیري وایي، طالبانو دغه باور مات کړی دی


ارشیف
ارشیف

د طالبانو د حکومت ريیس الوزرا پر هغو افغانانو چې له هېواده بهر وتلي، خپل وطن ته د ستنېدو غږ وکړ او ټینګار یې وکړ چې هېڅوک به دوی ته زیان ونه رسوي. ملا محمد حسن اخند په ارګ کې د اختر له لمانځه وروسته په خپله وینا کې یو ځل بیا د طالبانو د مشر دعمومي بخښنې پر فرمان ټینګار وکړ.

په داسې حال کې چې د افغانستان د تېر جمهوري نظام د پخوانیو پوځیانو د هدف ګرځولو په اړه په دوامداره توګه راپورونه خپرېږي، د طالبانو دحکومت رییس الوزرا یو ځل بیا د طالبانو د مشر د عمومي عفوې په فرمان ټینګار کړی دی.

ملا محمد حسن اخند د شنبې په ورځ (د جوزا په ۱۷مه) په ارګ کې د اختر له لمانځه وروسته په وینا کې پر هغو افغانانو غږ وکړ چې له هېواده بهر تللي دي چې خپل وطن ته دې ستانه شي"دغو خلکو ته زه دا وینا په ډاګه کوم، بېرته دې خپل ملک ته راشي چې ۳۰ کاله یا ۲۰ کاله له امریکانو سره یې خدمت کړی دی،دهغوی د ګټو لپاره جنګېدلي دي، اسلامي نظام یې تخریب کړی دی، را دې شي، موږ چې وس مو کار کوي، زهیروو یې نه، ازارنه ورکوو، تکلیف نه ورکوو، امیر المومنین ټولو ته عفوه وکړه."

د طالبانو د حکومت ريیس والوزرا دا څرګندونې په داسې مهال کوي چې د افغانستان د تېر جمهوري نظام یو شمېر پخوانیو پوځیانو ازادي راډیوسره په خبرو کې ادعا کړې چې طالبان د عمومي عفوې فرمان ته ژمن نه دي او په افغانستان کې د تېر حکومت کارکوونکي هدف ګرځوي.

له دې ډلې یو کس چې په ایران کې اوسیږي او نه یې غوښتل په راپور کې یې نوم یې واخیستل شي ازادي راډیو سره یې خبرو کې ادعا وکړه چې څلور پخواني افغان سرتیري او د هغوی ملګري چې په دې وروستیو کې له ایرانه ویستل شوي وو په جوزجان ولایت کې وژل شوي دي.

حاجي اختر محمد یې دوه ورځې مخکې شهید کړ او نور زموږ ملګري وو چې هغوی یې هم شهیدان کړل، د دوی پر هېڅ خبرې باور نشته
ایران کې میشت یو پخوانی افغان سرتیری

نوموړی وايي، د دې وژل شویو له ډلې اختر محمد په نوم یو سرتېري د جنازې مراسم نن (د جوزا په ۱۸مه) په ایران کې ترسره کېږي"هغه کسان چې په ایران کې وو، بېرته ستانه شول او په دې باور وو چې عمومي عفوه ده،حاجي اختر محمد یې دوه ورځې مخکې شهید کړ او نور زموږ ملګري وو چې هغوی یې هم شهیدان کړل، د دوی پر هېڅ خبرې باور نشته او د منلو نه ده، دا څه ډول عمومي عفوه ده؟موږ پر کومې عمومي عفوې باور ولرو؟"

له دې مخکې هم په ایران کې یو شمېر مېشتو پخوانیو افغان پوځیانو ازادي راډیو سره خبرو کې دا ادعاوې کړې وې.

په ملګرو ملتونو کې د افغانستان د دایمي استازولۍ سرپرست نصیر احمد فایق هم د جمعې په ورځ (د جوزا په ۱۶مه) په خپله ایکس پاڼه لیکلي و چې د افغان امنیتي ځواکونو څلور پخواني غړي چې په دې وروستیو کې له ایرانه ستانه کړل شوي وو، د طالبانو له خوا د عمومي عفوې اوامنیت له ادعاوو سره سره، د هغه په ټکو، له غچ اخیستنې او ناقانونه وژنو سره مخ شوي دي.

نوموړي دا هم ویلي وه چې افغانستان یوازې د طالبانو لپاره امن دی.

خو د طالبانو حکومت تر اوسه په دې اړه څه نه دي ویلي.

وروسته له هغه چې طالبان د ۲۰۲۱ کال د اګست په ۱۵ مه بیا پر افغانستان واکمن شول، د دوی مشر ملا هبت الله اخندزاده د عمومي عفوه فرمان ورکړ خو له دې فرمان سربېره، د افغانستان ډېری پخواني امنیتي ځواکونه له هېواده تېښتې ته اړ شول او د ایران او پاکستان په ګډون ګاونډیوهېوادونو کې یې پناه وروړه.

تر دې وړاندې د ملګرو ملتونو په ګډون د بشري حقونو بېلابېلو نړیوالو سازمانونو د طالبانو له خوا د پخوانیو افغان پوځیانو د نیولو، شکنجو، وژلواو ان په زوره د ورکېدو راپورونه خپاره کړي دي.

XS
SM
MD
LG