خبرونه
رائل چلینجرز بنګلور دلومړي لپاره د هند د پریمیر لیګ T20 اتله لوبډله شوه

د هند افسانوي بیټسمین ویرات کوهلي د رائل چلینجرز بنګلورلوبډلې لپاره تر ټولو زیاتې منډې وکړې او پرون یې د هند پریمیر لیګ T 20 په فاینل کې پنجاب کنګز لوبډلې ته په شپږو منډو ماتې ورکړه.
په دې سره رائل چلینجرز بنګلور دلومړي ځل لپاره دهند پریمیر لیګ T20 اتلولي وګټله.
ویراټ کوهلي په ۳۵ توپونو ۴۳ منډې ترسره کړې چې پای کې د نامتو افغان بالر عظمت الله عمرزي په توپ اوټ شو .
رائل چلینجرز بنګلورلوبډلې د نهو ویکټو په زیان ټولټال ۱۹۰ منډې وکړي.
پنجاب لوبدلې ترپایه مبارزه وکړه خو د ۷ لوبغاړو په زیان یې یوازي ۱۸۴ منډې وکړي.
دلوبې لپاه د احمد آباد په ۱۳۲،۰۰۰ ظرفیت لرونکي لوبغالي کې له ۹۱،۰۰۰ څخه ډیر مینه وال راټول شوي وو.
د ورځې تازه خبرونه دلته ولولئ
روسیې پر اوکراین درنه بمباري کړې

د اوکراین ولسمشر وایي، روسیه خپل چلند نه بدلوي، د اوکراین پر وولین، لویف، ترنوپیل، کییف، سومي، پولتاوا، خَمل نېڅکي، چرکاسي او د چرنهیف شاوخوا یې پراخ بریدونه کړې دي.
ولودمیر زیلینسکي په ایکسپاڼه کې دا هم لیکلي دي چې نن روسیې تر څلور سوه په ډیرو ډرون الوتکو او څلویښت توغندیو چې بالستیک توغندي هم پکې و دا بریدونه کړې دي چې له امله یې نهه څلویښت تنه ټپيان شوي او تر اوسه د درې کسانو مړینه تایید شوې ده چې دا کسان د اوکراین د بیړنیو چارو د ادارو غړي وو.
دا بریدونه وروسته تر دې وشول چې د روسیې ولسمشر ولادیمیر پوتین د امریکا د متحد ایالتونو له ولسمشر ډونالډ ټرمپ سره د ټیلفوني مکالمې پرمهال خبرداری ورکړ چې د اوکراین د هغو ډرون الوتکو د بریدونو غچ به واخلي چې د روسیې دننه یې اهداف په نښه کړې دي.
د اوکراین د امنیتي ادارې چارواکو د ازادې اروپا /ازادي راډیو ته ویلي دي چې د جون د لومړۍ نیټې په برید کې یې تر څلویښت پورې داسې روسیي الوتکې د روسیې دننه په نښه کړې، چې د اټومي وسلو د لیږد توان لري.
له افغانستان پرته د نړۍ په اکثر اسلامي هیوادو کې د اختر لمونځ ادا شو

نن په مکه مکرمه کې د اختر لمونځ ادا شو.
حاجیانو تیره شپه په مزدلفه کې ګاټي راغونډ کړل چې نن په منی کې شیطانان وولي.
پرون ورځ حاجیانو په عرفات کې تیره کړه، خو په افغانستان کې نن د عرفې ورځ اعلان شوې او طالبانو ویلي دي چې د شنبې په ورځ د لوی اختر لومړۍ ورځ ده.
سږکال د دیرش زره افغانانو په شمول د نړۍ له بیلابیلو هېوادونو نژدې یو نیم میلیون مسلمانان د حج په مراسمو کې د ګډون لپاره سعودي عربستان ته تللي دي.
ّپاکستان په امنیت شورا کې د ترهګرۍ ضد کمېټې مرستیال ټاکل شوی

د پاکستان د بهرنیو چارو وزیر وايي هېواد یې د ملګرو ملتونو امنیت شورا کې پر طالبانو د بندیزونو د کمېټې د مشرۍ سربېره د دوو نورو کمېټو شریکي مسوولیت هم اخیستی.
محمد اسحق دار دا خبره نن په یوه بیان کې پر خپله ایکس پاڼه لیکلې ده.
د پاکستان د مرستیال صدراعظم او بهرنیو چارو وزیر ښاغلي دار په خبره هېواد یې د ترهګرۍ ضد کمېټې مرستیالي او د مستندسازۍ او بندیزونو د ګډو نارسمي ګروپونو شریک مشرۍ ته رسېدلی.
پاکستان داسې وخت د ترهګرۍ ضد کمېټې مرستیال په توګه ټاکل شوی چې دا هېواد له ترهګرۍ په ملاتړ تورن دی.
په تر ټولو وروستۍ بېلګه کې هند اعلان وکړ د هغو ترهګرو ډلو مرکزونه یې په نښه کړل چې په هندي کشمیر کې یې د خونړیو بریدونو مسوولیت درلود.
پاکستان تورن دی چې له کلونو راهیسې یې په بندیزونو کې د شاملو ترهګرو ډلو القاعدې، لشکر طیبه، داعش او څو نورو ګروپونو او د هغوی د سیمه ییزو تړلیو ملیشو کوربه توب کړی.
ازبکستان د فوټبال نړیوال جام ته ووت

ازبکستان او اردن د لومړي ځل لپاره د فوټبال نړیوال جام ته لار پيدا کړه.
د افغانستان ګاونډي ازبکستان تېره شپه که څه هم له متحده عرب اماراتو سره لوبه صفر پر صفر مساوي کړه خو د تېرو ښو امتیازاتو په خاطر نړیوال جام ته ولاړ.
تر ازبکستان مخکې په همدې ګروپ کې د افغانستان بل ګاونډي ایران هم نړیوال جام ته لار پيدا کړې ده.
د فوټبال نړیوال جام به کال ته د امریکا په کوربه توب ترسره شي.
د اروپا د ملتونو د فوټبال په لیګ کې بیا هسپانیې خپله سیاله فرانسه ماته کړه او پایلوبې ته ووته.
هسپانیې ۵ پر څلور فرانسه له مخې لرې کړه.
تمه ده په پایلوبه کې هسپانیه او ګاونډی یې پرتګال را روانه یکشنبه مخ شي.
پرتګال په نیمه پایلوبه کې ۲ پر ۱ جرمني ته ماته ورکړې وه.
د عربستان په شمول اکثرو هېوادونو کې اختر دی؛ طالبانو سبا اختر اعلان کړی

نن د نړۍ په اکثرو اسلامي هېوادونو کې لوی اختر دی خو افغانستان کې د طالبانو حکومت سبا شنبه اختر اعلان کړی.
پرون د عرفې ورځ وه چې د افغان حاجیانو په شمول د نړۍ لکونو حاجیانو دا دیني مراسم پر ځای او د مزدلفې په لور روان شول.
له افغانستان څخه هم سږ کال دېرش زره کسان د حج د مراسمو لپاره سعودي عربستان ته تللي دي.
اختر داسې وخت راغلی چې اکثر افغان کورنۍ له بیوزلۍ کړېږي او وايي هېڅ چمتووالی یې نه دی نیولی.
د ملګرو ملتونو افغان ښځینه کارکوونکې ګواښل شوي چې کار پریږدي

په کابل کې د ملګرو ملتونو افغان ښځینه کارکوونکې د نامعلومو کسانو له خوا ګواښل شوي دي.
د ملګرو ملتونو مرستندویه ماموریت یا یوناما دا پېښه تایید کړې ده.
د یوناما په بیان کې چې فرانسې خبري اژانس خپور کړی راغلي :« په کابل کې د ملګرو ملتونو ګڼې ښځینې کارکوونکې د نامعلومو کسانو له خوا د هغوی د کار اړوند ګواښل شوي دي.»
بیان زیاته کړې چې دغو جدي ګواښونو ته په پام ملګرو ملتونو د خپلو کارکوونکو د خوندیتوب او امنیت لپاره یو لړ اقدامات کړي دي.
اکثرو دغو ښځو ته ګواښ شوی چې په خپلو کورونو کې پاتې شي.
دا ښځې اوس د خپلو ادارو په سپارښتنه له کوره کار کوي.
د طالبانو د حکومت د کورنیو چارو وزارت بیا دا ډول ګواښونه جرم بولي او وايي چې پولیس یې په وړاندې اقدام کوي.
طالبانو له ۲۰۲۱ کال راهیسې د ښځو او نجونو په کار او تعلیم پراخ محدودیتونه لګولي. د ۲۰۲۲ کال په وروستیو کې یې په نادولتي ادارو کې ښځې له کار منع کړې.
د ملګرو ملتونو ادارې هغه وخت هم له دې محدودیت مستثنی نه وې.
د جرمني د بهرنیو چارو وزیر: له خطر سره د مخ افغانانو انتقال ته ژمن یو

د جرمني د بهرنیو چارو وزیر یوهان واده فول وایي، له هغو افغانانو سره متعهد پاته کیږي چې جرمنې ته د ورتګ ژمنه ورکړل شوې ده.
جرمني هغو افغانانو ته دغه هېواد ته د ورتګ ژمنه ورکړې چې د دوی د موندنو له مخې په افغانستان کې له خطر سره مخامخ دي.
له دې ډلې شاوخوا ۲۵۰۰ افغانان دا مهال په پاکستان کې دي او دا هغه کسان دي چې له وړاندې جرمني چارواکو ورسره د انتقال ژمنه کړې.
د جرمني رسنیو د راپور له مخې د بهرنیو چارو وزیر پرون چهارشنبه د فدارال جرګې یا بوندسټاګ غونډې ته دا خبرې کړي، خو جرمني ته د دغه شمېر افغانانو د انتقال کره وخت یې نه دی یاد کړی.
په جرمني کې د تېرې فبرورۍ میاشتې له ټاکنو او بیا د نوي حکومت له اعلانېدو وروسته هم څو ځله سلګونه افغانان له اسلام اباد څخه په چارتر الوتکو کې دغه هېواد ته ولېږدول شول.
رونالډو خپله لوبډله د اروپایي ملتونو د فوټبال پایلوبې ته ورسوله

د اروپا د ملتونو د فوټبال په لیګ کې نن ماښام اسپانیا او فرانسه د سیالۍ ډګر ته ښکته کیږي.
د نننۍ لوبې ګټونکی به پایلوبې ته ځي او هلته به له پرتګال سره مخامخ کیږي.
د پرتګال لوبډلې تېره شپه جرمني ته دوه-یو ماته ورکړه او پایلوبې ته ووته.
د بیګنۍ لوبې د بریا ګول د پرتګال د فوټبال ستوري کرستیانو رونالډو وواهه.
جرمني د دفاعي وړتیا د لوړولو لپاره ۶۰ زره سرتېرو ته اړتیا لري

د جرمني د دفاع وزیر ویلي، په ناټو سازمان کې د خپلې دفاعي وړتیا د لوړولو لپاره شپیته زره نورو سرتیرو ته اړتیا لري.
بوریس پیستوریوس دغه څرګندونې نن په بروکسل کې د ناټو د دفاع وزیرانو په غونډه کې کړې دي.
د جرمني ( ډي.پي.اې) خبري اژانس د سرچینو په حواله ویلي، د ناټو د یوه نوي پروګرام له مخې غړي هېوادونه باید خپلې دفاعي وړتیاوې شاوخوا دیرش فیصده لوړې کړي.
تر دې وړاندې د ناټو سرمنشي مارک روټه ویلي، د دافع هوا سیستم، لرې واټن ویشتونکو وسلو، لوژستیک او د ځمکنیو ځواکونو د تشکیل پراخوالی یې اصلي لومړیتوبونه دي.
پاکستاني پولیسو افغان خبریال نصیر بهروز نیولی دی

د کډوالو لپاره د ګډ اقدام کمیټې ویلي چې پاکستاني پولیسو په اسلام اباد کې افغان خبریال نصیر بهروز نیولی دی.
په پاکستان کې میشتې د کډوالو د ملاتړ دغې کمیټې نن پنجشنبه پر خپله ایکس پاڼه یا پخواني ټویټر لیکلي چې بهروز له پاکستانه د اخراج له خطر سره مخامخ دی.
معلومه نه ده چې پاکستاني پولیسو دغه خبریال ولې نیولی، خو تر دې وړاندې پاکستان کې له افغان کډوالو او هغو کسانو سره چې دریمو هېوادونو ته د تګ په نیت ديره دي، ورته ناقانونه چلند شوی دی.
د طالبانو د حکومت له بیا واکمنۍ وروسته سلګونه افغان خبریالان دریمو هېوادونو ته د تګ په نیت په پاکستان کې دیره شوي دي.