د افغانستان له درویشت کلنو د کم عمره ځوانانو د فوټبال ملي لوبډله د اسیا جام ته د لار موندې سیالیو کې د جاپان، کویت او میانمار له لوبډلو سره په یوه ګروپ کې لوبیږي.
دا خبر د افغانستان د فوټبال فدراسیون په خپله فیسبوک پانه کې ورکړی دی او څرګندوي چې دا لوبې به د سپتمبر له لومړۍ نییټې د نهو ورځو په ترڅ کې د میانمار په کوربتوب ترسره شي.
ټاکل شوې ده چې د اسیا له درویشت کلنو د کم عمره ځوانانو د فوټبال سیالۍ د جنوري په میاشت کې په سعودي عربستان کې ترسره شي.