افغانستان
کونړ کې دطبق ناروغۍ له امله زرګونه څاروي مړه شوي دي

په کونړ کې د طبق ناروغۍ له امله نژد څوارلس زره څاروي تلف شوې دي.
د کونړ د کرنې او مالدارۍ ریاست مسوولین وایي چې له تیرو دوو میاشتو راهیسې په دغه ولایت کې شاوخوا درې نیم لکه څاروي په دې ناروغۍ اخته شوې دي.
د کونړ د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ ریاست د څارویو د روغتیا مشر ډاکټر ګل الرحمن حنانزي پژواک خبري اژانس ته وویل چې په دې ولایت کې شاوخوا ۶۰ سلنه شخوند وهونکي څاروي لکه پسونه، وزې او غواګانې په دې ناروغۍ اخته شوي دي او تر اوسه پورې نږدې ۱۴۰۰۰ یې مړه شوي دي.
طبق داسې ناروغي ده که چیرته څاروي واکسین شي، د تلفاتو مخه یې نیول کیدای شي.
په دې وروستیو کې د دې ناروغۍ پېښې په ننګرهار، نیمروز او کندهار ولایتونو کې هم راپور شوې دي.
د ورځې تازه خبرونه دلته ولولئ
هند له افغانستان سره د ۱۱ زره ډوزه واکسین مرسته وکړه

د هند له لوري افغانستان ته په ورکړل شویو واکسینونو کې د انفلوینزا او مننجیت واکسینونه شامل دي.
د طالبانو تر کنټرول لاندې د افغانستان د عامې روغتیا وزارت پرون (جمعه) وویل چې د هند حکومت د افغانستان د روغتیايي سیستم د ملاتړ لپاره ۱۱ زره ډوزه واکسین مرسته کړې ده چې د ساري ناروغیو پر وړاندې به د هېواد هڅې پیاوړې کړي.
په دې مرسته کې ۵۵۰۰ ډوزه د انفلوینزا واکسین او ۵۵۰۰ ډوزه د مننجیت واکسین شامل دي.
دا واکسینونه د دې خطرناکو او ساري ناروغیو د خپرېدو په مخنیوي کې مهم رول لري.
د طالبانو تر کنټرول لاندې د عامې روغتیا وزارت له هند څخه د دې پر وخت مرستې په خاطر مننه او قدرونه کړې ده.
د چارواکو په وینا، دا واکسینونه به په ځانګړي توګه د ماشومانو او زړو خلکو په څېر د زرګونو زیانګالو افغانانو ژوند وژغوري.
هند تر دې وړاندې هم په ځلونو افغانستان ته د درملو او په ځانګړي ډول واکسینونو مرستې کړي دي.
یونسیف: تر ۲۲ میلیونه زیات افغانان بیړنیو مرستو ته اړتیا لري

یونیسف وايي، په افغانستان کې د ۱۲ میلیونه ماشومانو په شمول، تر ۲۲ میلیونه زیات خلک، په بیړني ډول بشري مرستو او کومکي خدمتونو ته اړتیا لري.
د ملګرو ملتونو د ماشومانو صندوق (یونیسف) پرون (جمعه) په یوه راپور کې ویلي چې دا اندېښمنوونکي شمېرې د افغانستان روان بشري بحران په ډاګه کوي.
یونیسف وايي، په وروستیو کې یې تر ۸۲۹ زره په زیاتو ماشومانو کې شدیده خوارځواکي تشخیص کړه. په هغوی کې شاوخوا ۳۷ زره ماشومانو – چې ۵۹ سلنه یې نجونې وې – په ځانګړي ډول درملنه ترلاسه کړه.
یونیسف په افغانستان کې په ۳۴ ولایتونو کې د ۲۴۰۶ ثابتو روغتیایي مرکزونو له لارې لومړني، ثانوي او تخصصي روغتیايي خدمتونه وړاندې کوي.
هند تایید کړه چې افغانانو ته یې د وېزو ورکړه بیا پیل کړې

د هند د بهرنیو چارو وزارت د جمعې په ورځ تایید کړه چې دغه هیواد شاوخوا څلور کاله وروسته افغانانو ته د ویزو ورکړه بیا پیل کړې ده.
د هند د باندنیو چارو وزارت پرون (جمعه) وویل چې د نوي معرفي شوي سیستم له مخې به، په شپږو کټګوریو کې وېزې ورکړل شي.
د پخواني پروګرام ځای، چې د ۲۰۲۱ کال په اګست کې د کابل له سقوط وروسته معرفي شوی و، د وېزې یوه نوي ماډل نیولی دی.
په نوي ماډل کې طبي، تحصیلي، سوداګري، او دیپلوماتیکې ویزې شاملې دي.
تر دې وړاندې یو شمېر رسنیو راپور ورکړی و چې هند د افغانانو لپاره د وېزو د ورکولو پروګرام بیا پیل کړی دی خو د هند د باندنیو چارو وزارت په دې اړه رسماً څه نه و ویلي.
د بهرنیو چارو وزارت ویاند، رندھیر جایسوال، په یوه خبري غونډه کې وویل: «موږ اوس د افغان اتباعو لپاره د وېزو یو نوی ماډل لرو. تمه دا ده چې دا نوی چوکاټ به د دواړو هیوادونو ترمنځ د خلکو اړیکې لا پیاوړې کړي.»
طالبانو غزه کې وضیعت "نسلوژنه" بللې او له نړیوالو یې د ناورین د پای ته رسیدو لپاره اقدامات غوښتي

افغانستان کې د طالبانو حکومت د اسراییلو له خوا پر غزه د بریدونو دوام «نسلوژنه او ستر بشري جنایت» بللي دي.
په هغه اعلامیه کې د طالبانو د حکومت د ریس الوزا ملا محمد حسن اخند له خوا خپره شوې په غزه کې د اسرایلو بریدونو کې د ښځو او ماشومانو په شمول د ولسي وګړو مرګژوبله غندل شوې او په کې د بشري مرستو د لارو د تړل کیدو او د ټپیانو او وژل شویو کسان په انتقال د خنډونو یادونه شوې او زیاتوي چې دغلته "هره ورځ خطرناکې او غیرمتوازنه وسلې کارول کېږي."
طالبانو له ټولو هېوادونو غوښتي چې د غزې بشري ناورین د پای ته رسیدلو لپاره «مثبت او عاجل اقدامات» وکړي.
اعلامیه پر داسې مهال خپرېږي چې پر غزه د اسراییلو بریدونو دوام او دغلته د رامنځ ته شویو بشري ناورین په اړه د ملګرو ملتونو په شمول نړیوالو بنسټونو هم اندیښنې ښودلې دي.
اسرایل پر غزه دا بریدونه د ۲۰۲۳ کال د اکتوبر پر ۷مه وروسته له هغه پیل کړل چې حماس پر اسراییل یو ناڅاپي برید وکړ، چې د اسرایل د چارواکو په وینا په ترڅ کې یې شاوخوا ۱٬۲۰۰ کسان ووژل شول او ۲۵۰ نور یرغمل شول.
د غزې چارواکي وایي، له هماغې نېټې تر دې دمه پر غزه د اسرایلو په بریدو کې تر ۵۴ زرو زیات فلسطینیان وژل شوي، چې ډېری یې ښځې او ماشومان دي.
اسراییل وایي، تر هغه به جګړه ونه دروي څو چې ټول یرغمل شوي کسان خوشې او حماس بې وسلې نه شي.
امریکا او اروپايي ټولنه حماس د ترهګرې ډلې په توګه پېژني.
نن د مې یودېرشمه د پښتو نړیواله ورځ ده

دا ورځ په وروستیو کلونو کې په دې هدف نمانځل کېږي چې د پښتو ژبې پرمختګ ته پام واړول شي.
پښتو د افغانستان یوه له دوو ملي ژبو څخه ده او دا ژبه د پاکستان په خیبرپښتونخوا او بلوچستان ایالتونو کې هم د میلیونونو خلکو مورنۍ ژبه ده.
د پښتو نړیوالې ورځې په مناسبت ګڼو لیکوالو او ادیبانو په ټولنیزو شبکو کې لیکنې خپرې کړي او د دې ژبې د ودې او پرمختګ د لارو چارو لپاره یې وړاندیزونه کړي دي.
ایران تر ۴ میلیونو ډېرو افغانانو ته له خپلې خاورې د وتلو امر کړی

ایران څه باندې څلور میلیونو اسناد نه لرونکو افغان کډوالو ته امر کړی چې د جولای تر ۶مې (چنګاښ ۱۵مه) پورې له دغه هېواده ووځي.
ایراني چارواکو اعلان کړی چې افغان مهاجرو ته د احصایې د ادارې له لوري ورکړل شوي اسناد نور اعتبار نه لري، او اوس له اسناد نه لرونکو مهاجرو غوښتنه شوې چې له ټاکل شوې نېټې مخکې له ایرانه ووځي.
د ایران د کورنیو چارو وزارت د کډوالو او بهرنیو اتباعو د چارو مرکز مشر نادر یاراحمدي، ویلي چې د احصایې اسناد لرونکي کسان نور غیرقانوني مهاجر ګڼل کېږي. هغه ټینګار وکړ چې یوازې شپږ ځانګړي ډلې مهاجر، چې د لنډمهاله اقامت کارتونه ترلاسه کولی شي، اجازه لري په ایران کې پاتې شي.
د ایران د چارواکو د معلوماتو له مخې، دا مهال شاوخوا ۶ میلیونه او سل زره افغان کډوال په ایران کې اوسي، چې له دې ډلې څلور میلیونه او سل زره یې قانوني اسناد نه لري.
یاراحمدي همداراز خبرداری ورکړی چې په راتلونکي تعلیمي کال کې به، هغه زدهکوونکي چې سرپرستان یې یوازې د احصایې اسناد لري، په ښوونځیو کې د نوملیکنې حق ونه لري.
م.م وايي تر ۲۰۶۰ پورې به په هرو دوو افغانانو کې یو ښاري وي

ملګري ملتونه وايي، اټکل کېږي چې تر ۲۰۶۰ کال پورې به، په افغانستان کې له هرو دوو تنو څخه یو تن په ښارونو کې اوسی.
د ملګرو ملتونو د هستوګنې پروګرام (UN-Habitat) زیاتوي، ډېر ښارونه په افغانستان کې ښاري پراخوالي ته چمتو نه دي.
یاده اداره وايي چې یوه مناسب او خوندي ژوند چاپېریال ته په لومړیتوب ورکولو سره کېدای شي داسې ښارونه جوړ شي چې هر څوک پکې له ښه ژونده برخمن وي.
UN-Habitat ټینګار کوي چې بنسټیز ښاري خدمات لکه د اوبو رسول، بدرفت، ترانسپورت او انرژۍ سیستمونه، د ښاري ژوند د ملا تیر جوړوي.
د انجینرۍ، ښاري پراختیا او پلان جوړونې د برخو یو شمېر مسلکي متخصصان باور لري چې د نفوس چټک زیاتوالی، پراخ مهاجرتونه، د ښاري پراختیا د جامع پلان نشتوالی، اقتصادي فقر او د ښاري مدیریت کمزورتیا، د کابل په ګډون د افغانستان د ښارونو د مدیریت په برخه کې د ستونزو اصلي عوامل دي.
د ملګرو ملتونو چارواکو د قزاقستان له چارواکو سره د افغانستان اړوند خبرې کړي دي

د ملګرو ملتونو چارواکو د قزاقستان له چارواکو سره د افغانستان اړوند د سیمه ییزې همکارۍ په اړه خبرې کړي دي.
په افغانستان کې د ملګرو ملتونو د مرستندویه ماموریت (یوناما) مشرې روزا اوتونبایوا او د ملګرو ملتونو د مخدره توکو او جرمونو سره د مبارزې دفتر (یو این او ډي سي) سیمه ییز استازي اولیور سټولپ د سې شنبې په ورځ د قزاقستان د بهرنیو چارو وزارت له لومړي مرستیال اکان رخمتولین سره وکتل چې د افغانستان اړوند د سیمه ییزې همکارۍ په اړه بحث وکړي.
د قزاقستان د بهرنیو چارو وزارت د یوې اعلامیې له مخې، دا غونډه په افغانستان کې "ثبات، دوامداره پراختیا او د مخدره توکو پر وړاندې د مبارزې پر هڅو" متمرکزه وه.
د طالبانو حکومت د راتلونکې اوونۍ شنبې د اختر ورځ اعلان کړه

د طالبانو سترې محکمې اعلان کړی چې په ټول افغانستان کې د سپوږمۍ لیدلو کمیټو د سې شنبې په ورځ، د می په ۲۷مه نېټه، د سپوږمۍ لیدل تایید کړي، خو د جون ۷مه چې د شنبې ورځ ده، د اختر لومړۍ ورځ ټاکل شوې ده.
دا په داسي حال کې ده چې ټاکل شوې ده د نړۍ اکثریت مسلمان هیوادونه د جمعې په ورځ اختر ولمانځي.
سعودي عربستان، متحده عربي اماراتو، عراق، عمان او اندونیزیا د جمعې ورځ د لوی اختر ورځ اعلان کړې ده. دعرفې ورځ به، چې په اسلام کې یوه له خورا سپېڅلو ورځو ده، د پنجشنبې په ورځ وي.