د افغانستان د خبریالانو د ملاتړ سازمان د پنجشنبې په ورځ، د جوزا په اتمه، په خپله ویبپاڼه د یوې اعلامیې په خپرولو سره ویلي چې دا خبره ورته یوې ځايی سرچینې کړې ده.
یاد سازمان ویلي د ښاغلي راحل نیونه او هغه تورونه چې په ټولنیزو رسنیو کې د ده د انتقادي او اصلاحغوښتونکو مطالبو د لیکلو له امله پرې لګول شوي، نا قانونه او د بیان له ازادۍ سره په ټکر کې دي.
دغه سازمان زیاته کړې چې دا ډول کړنې د بیان ازادۍ ته جدي ګواښ او د افغانستان ټولو خبریالانو ته تکان ورکوونکې دي.
په اعلامیه کې له ټولو نړیوالو بنسټونو، د بشري حقونو له مدافعینو او د بیان ازادۍ له ملاتړو غوښتنه شوې چې د ښاغلي راحل د ژر خوشې کولو لپاره هڅې وکړي او د هغه له حقونو دفاع کړي.
د طالبانو حکومت تر اوسه په دې اړه څه نهدي ویلي.
مخکې تر دې بیا، د افغانستان د خبریالانو مرکز د یوې سرچینې په حواله ویلي و چې د طالبانو استخباراتو د روان کال د ثور په ۱۵مه نېټه راحل په فیسبوک د ځینو پوسټونو له امله نیولی دی. سرچینه ویلي وو، دا لیکنې د خلکو د اقتصادي ستونزو او بې وزلۍ په اړه وو.
اعلامیه کې دا هم راغلي وو چې، د غزني استخباراتي چارواکي د خلکو د ټولنیزو ستونزو انعکاس د عامه افکارو پارونه او د طالبانو پر ضد تبلیغات ګڼي.
په ورته وخت کې د افغانستان د خبریالانو مرکز هم د طالبانو له خوا د خبریالانو د نیونو دوام ته اندېښنه ښيي وايي، دا مهال لږ تر لږه ۱۰ خبریالان د بېلابېلو لاملونو له امله د طالبانو په بند کې دي، او که دغه وضعیت دوام وکړي، نو د بیان ازادي به په دغه هیواد کې نوره هم وځپل شي.
د دغه سازمان د اړیکو او عدالت غوښتنې د کميټې مشرې سمیه وليزاده په دې اړه ازادي راډیو ته وویل:
" اوسمهال لږ تر لږه لس خبریالان د طالبانو په زندانونو کې دي، چې په بېلابېلو پلمو د دې ډلې له خوا نیول شوي، او ان یو شمېر یې له دوو تر پنځو کلونو پورې بند باندې محکوم شوي دي. د افغانستان د خبریالانو مرکز د طالبانو له خوا د دې ډول نیونو په اړه ژوره اندېښنه لري، دا چاره د بیان ازادۍ او د افغانستان د رسنیو د ځپلو لامل شوې او نوره به هم وځپل شي، او وضعیت به لا پسې کړکېچن کړي. "
په ورته مخت کې، یو شمېر افغان خبریالان وایي چې دا ډول نیونې د طالبانو له لورې پر بیان ازادۍ برید او پراخ نقض دی.
یو خبریال چې د موضوع د حساسیت له امله یې نه غوښتل نوم یې په راپور کې خپور شي ، ازادي راډیو ته وویل:
" په افغانستان کې د خبریالانو نیول له یوې خوا د بیان ازادي ځپي او له بلې خوا د خبریالۍ انګیزه له منځه وړي، دې موضوع مونږ ډیر اندېښمن کړي یو. "
د یادونې ده چې افغانستان کې واک د طالبانو له بیا رسېدو وروسته، ګڼ شمېر افغان خبریالان نیول شوي چې یو شمیر بیرته خوشې شوي او یو شمیر یې لا هم بندیان دي.
خو د طالبانو حکومت تل ویلي چې دا نیونې د خبریالانو له رسنیز کار سره تړاو نه لري، او دوی د شریعت او ملي ګټو په چوکاټ کې د بیان ازادۍ ته ژمن دي.
په افغانستان کې د ملګرو ملتونو ځانګړې استازې او د یونما مشرې روزا اوتونبایوا، د مې د درېیمې، د مطبوعاتو د ازادۍ د نړیوالې ورځې په مناسبت اعلامیه کې ویلي وه چې په افغانستان کې د طالبانو لهخوا د بیان پر ازادۍ محدودیتونه د اندېښنې وړ دي، او خبریالان او د رسنیو کارکوونکي یې ګواښ، نیونې او بد چلند سره مخامخ کړي دي.