په امریکا کې د تجارتي چارو یوې محکمې په یوه حکم کې د امریکا د ولسمشر ډونالډ ټرمپ لهخوا د «د ازادۍ د ورځې» پر مهال اعلان شوې تعرفې لغوه اعلان کړې او ویې ویل چې ټرمپ پر وارداتو د پراخو تعرفو په لګولو سره، له خپل واک څخه تېری کړی دی.
د نړیوالې تجارتي محکمې درې قاضیانو د چهارشنبې په ورځ (د غبرګولي ۸مه) وویل چې د امریکا اساسي قانون یوازې کانګرس ته دا ځانګړی صلاحیت ورکړی چې له نورو هېوادونو سره د سوداګرۍ مقررات تنظیم کړي، او د ولسمشر اضطراري واکونه د دې اساسي صلاحیتونو پر وړاندې برتري نه لري.
په دایمي حکم کې راغلي دي:
دې پرېکړې پر مالي بازارونو مثبت اغېز وکړ. د امریکا د ډالر ارزښت لوړ شو، په ځانګړې توګه د یورو، ین او سویسي فرانک په وړاندې، او د والستریټ په راتلونکو معاملاتو کې هم زیاتوالی راغی. د آسیا بازارونو هم مثبت عکسالعمل وښود.
محکمې همداراز د ټرمپ ادارې ته ۱۰ ورځې وخت ورکړ چې نوې دستورالعملونه صادر کړي چې د دې دایمي حکم منعکسوونکي وي.
د ټرمپ ادارې څو دقیقې وروسته د پرېکړې پر وړاندې د استیناف غوښتنه وکړه او د محکمې صلاحیت یې تر پوښتنې لاندې راوست.
محکمه سمدلاسه ټول هغه فرمانونه چې د ټرمپ لهخوا د تعرفو په اړه د جنورۍ له میاشتې راهیسې د "بهرنیو اقتصادي اضطراري صلاحیتونو قانون" (IEEPA) پر بنسټ صادر شوي وو، لغوه اعلان کړل. دغه قانون د ملي اضطراري حالت په وخت کې له «غیرعادي او فوقالعاده» ګواښونو سره د مبارزې لپاره طرحه شوی دی.
خو محکمې د ځینو مشخصو صنعتي تعرفو په اړه، لکه د موټرو، فولادو او المونیمو تعرفې، چې د یوې جلا قانوني سرچینې پر بنسټ صادر شوي وې، تبصره ونه کړه.