د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
شنبه ۱۰ غبرګولی ۱۴۰۴ کابل ۱۰:۴۸

بروکسل نن د اروپایي اتحادیې د دفاعي پیاوړتیا لپاره ۱۷۰ میلیارده ډالري پلان اعلانوي


UKRAINE-CRISIS/EU
UKRAINE-CRISIS/EU

اروپايي ټولنه به د مې په ۲۷مه نېټه هغه نوې طرحه په رسمي ډول تصویب کړي چې له مخې یې په دې اتحادیه کې د دفاعي لګښتونو د پیاوړتیا لپاره ۱۵۰ میلیارډه یورو (۱۷۰ میلیارډه ډالر) ځانګړي شوي دي.

دا طرحه چې د اروپا لپاره امنیتي اقدامات (SAFE) نومېږي، د اروپايي هېوادونو لخوا د روسیې او بلاروس د بېړنیو ګواښونو د مخنیوي لپاره د ناټو د نوو اهدافو په تعقیب وړاندې شوې ده.

د SAFE له مخې، اروپايي ټولنه به د خپلو مالي بازارونو له لارې دا پیسې په پور واخلي او بیا به یې غړو هېوادونو ته ورکړي. د دې پورونو د بېرته ورکولو موده ۴۵ کاله ده چې لومړۍ لسیزه کې یې هېوادونه د بېرته ورکولو اړتیا نه لري.

دغه راز، په دې طرحه کې د اروپا د ازاې سوداګرۍ ټولنې (EFTA) هېوادونه (ایسلنډ، ناروې، لیختنشتاین، سویس) او د اروپايي ټولنه کې د شمولیت غوښتونکي هېواد اوکراین هم شامل دي.

د SAFE طرحې یوه اصلي موخه دا ده چې اروپايي هېوادونه په ګډه دفاعي وسایل واخلي، څو د اروپا ګډ دفاعي بازار رامنځته شي. د دې هدف لپاره لومړی کال یو هېواد کولی شي یوازې د پور غوښتنه وکړي، خو وروسته باید لږترلږه دوه هېوادونه په ګډه غوښتنه وکړي.

په دې طرحه کې د امریکا په ګډون نورو هېوادونو د برخې اخیستو لپاره یوه قاعده هم وضع شوې چې د دفاعي تجهیزاتو ۶۵ سلنه باید د اروپايي ټولنې، د اروپا د ازادې سوداګرۍ ټولنې له هېوادونو او یا اوکراین څخه واخیستل شي، او پاتې ۳۵ سلنه له نورو هېوادونو لکه امریکا څخه اخیستل کېدای شي.

طرحې ته یوازې هنګري منفي رایه ورکړې، خو نور غړي هېوادونه یې ملاتړ کوي. دغه طرحه به د ۲۰۳۰ کال تر پایه دوام وکړي.

XS
SM
MD
LG