د غزې روغتیايي چارواکو په دې سیمه کې په تېرو ۲۴ ساعتونو کې د اسراییل په پوځي عملیاتو کې د ۳۸ کسانو د مړینې خبر ورکړ.
د غزې د روغتیا وزارت پرون وویل چې اسراییل په تېره مارچ میاشت کې د اوربند له ماتولو وروسته نژدې ۳۸۰۰ فلسطینیان وژلي دي. اسراییلو ګواښ کړی چې که حماس ډله پاتې ۵۸ اسراییلي یرغمل خوشې نه کړي نو حماس ډله به ویجاړه کړي، په داسې حال کې چې حماس ویلي چې اسراییلي یرغمل به یوازې د دایمي اوربند او د اسراییلي ځواکونو د وتلو په صورت کې خوشې کړي.
فلسطیني چارواکو د اسراییل په پوځي عملیاتو کې د ۳۸ کسانو د مړینې خبر ورکړی.
په دې ترڅ کې یوه فلسطیني ډاکټر ویلي دي چې له لسو ناروغو ماشومانو څخه یې نهه تنه د جمعې ورځې په بمباریو کې وژل شوي دي.
داسې مهال چې اسراییلو په غزه کې خپل پوځي عملیات پراخ کړي دي د اسراییل ځینو پخوانیو متحدانو هم خپل آوازونه د نړیوالې ټولنې له هغې غوښتنې سره غبرګ کړي دي چې د دې عملیاتو پای ته رسېدل غواړي.
د اسراییلو اروپايي متحدان او د عربي هېوادونو استازي پرون یکشنبې د مې په ۲۵مه د اسپانیا په پلازمېنه مادرید کې راټول شوي وو، څو دا غوښتنه په رسمي ډول اسراییلو ته وړاندې کړي.
د اسپانیا د بهرنیوچارو وزیر خوزې مانویل الباریس د غونډې له پیلېدو مخکې خبریالانو ته وویل د دې خبرو هدف دا دی چې په غزه کې د اسراییل غیرانساني او بېرحمانه جګړه پای ته ورسېږي. هغه غزه یو پرانیستی زخم وباله او زیاته یې کړه چې بشري مرستې باید له قید او شرط او محدودیتونو پرته غزې ته پریښودل شي او اسراییلو ته باید اجازه ورنه کړل شي چې کنټرول یې کړي.
په دې غونډه کې د فرانسې، برتانیا، جرمني او ایټالیا چارواکي د مصر، سعودي عربستان، اردن، ترکیې، مراکش، د عرب لیګ او د اسلامي همکاریو د سازمان له استازو سره یوځای شوي وو.
بشري مرستې باید له قید او شرط او محدودیتونو پرته د غزې تړانګې ته پریښودل شي.
ناروې، آیسلنډ، ایرلنډ او سلووینیا چې دوی هم د اسپانیا په شان فلسطیني دولت په رسمیت پېژندلی دی او همداراز برازیل په دې غونډه کې ګډون کړی و.
وروسته له دې چې اروپايي ټولنې په روانه اونۍ کې پرېکړه وکړه چې له اسراییلو سره د خپلې همکارۍ پر معامله به له سره غور کوي، د اسپانیا د بهرنیوچارو وزیر خبریالانو ته وویل چې هېواد یې ښايي سمدستي د دې معاملې د ځنډولو غوښتنه وکړي او زیاته یې کړه چې اسپانیا به له خپلو شریکانو وغواړي چې پر اسراییلو د وسلو بندیز ولګوي او دا احتمال هم لیرې نه دی چې پر هغو کسانو بندیزونه ولګوي چې د دوو دولتونو د حللارې دایمي له منځه وړل غواړي.
په پرونۍ غونډه کې دا هم وویل شول چې د اسراییلو او فلسطینیانو د کړکېچ د حل یوازینۍ لاره د دوو دولتونو جوړېدل دي.
د فلسطینۍ ادارې صدراعظم محمد مصطفا غونډې ته وویل چې دی ژرترژره داسې یوې سولې ته رسېدل غواړي چې فلسطینیان او اسراییلیان یوځای سوله ایز ژوند وکړي او ټولې سیمې ته ثبات او امنیت راولي.