د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
دوشنبه ۵ غبرګولی ۱۴۰۴ کابل ۰۷:۳۳

اوکراین د اسیرانو تر تولو د لوی تبادلې د دریمې ورځې لپاره چمتووالی نیسي


اوکراین د ۱۰۰۰ په مقابل کې د ۱۰۰۰ د لوی تبادلې په جریان کې، د می ۲۴، ۲۰۲۵
اوکراین د ۱۰۰۰ په مقابل کې د ۱۰۰۰ د لوی تبادلې په جریان کې، د می ۲۴، ۲۰۲۵

اوکراین د اسیرانو تر تولو د لوی تبادلې د دریمې ورځې لپاره چمتووالی نیسي، وروسته له یوې احساساتي ورځې چې بندیان بېرته خپل هېواد ته راستانه شول.

کیف د می په ۲۵مه د مسکو سره د ډله ییزې بندیانو د تبادلې د دریمې ورځې لپاره چمتووالی نیسي، وروسته له هغه چې د اوکراین بندیان په روسیه کې له بند څخه راستانه شول، د ملي بیرغ په اغوستلو سره د خپلو عزیزانو د خوښۍ اوښکې بهېدلې.

کییف ویلي ، چې چمتو دی ټول نیول شوي روسان مسکو ته وسپاري، په دې شرط چې مسکو هم ټول اوکرایني بندیان خوشې کړي،ځګه چې د

موږخپل خلک کور ته راولو د ۱۰۰۰-په-۱۰۰۰ تبادلې هوکړه روانه ده .

د مې په ۲۴مه، د اوکراین ولسمشر ولادیمیر زیلینسکي اعلان وکړ چې په همدې ورځ نور ۳۰۷ اوکراینیان هېواد ته ستانه شوي، وروسته له هغه چې د مې په ۲۳مه د تبادلې لومړۍ ډله خوشې شوه، چې ځینې یې له ۲۰۲۲م کال راهیسې بندیان وو.

زیلینسکي په ټیلیګرام کې لیکلي چې ، یوازې په دې دوو ورځو کې، ۶۹۷ کسان بېرته راوستل شوي او زیاته یې کړه چې دا معامله په ترکیه کې منځګړتوب شوې ده.

هغه زیاته کړه، "د دې ټولو خلکو څخه، ۲۷۳ یې د دونیتسک په سیمه کې نیول شوي وو، چې ډیری یې په ۲۰۲۲ کال کې نیول شوي وو؛ نور یې د خیرسون، زاپوریزیا، خارکیف او لوهانسک سیمو کې نیول شوي وو."

زیلینسکي وویل، نن د می ۲۵د بندیانو د تبادلې دریم پړاو دی. زموږ دنده دا ده چې په بشپړه توګه ټول هغه کسان چې په روسیه کې بندیان دي بیرته کور ته راولو.

زموږ هدف دا دی چې هر یو د روسیې له بند څخه بیرته راستانه کړو. موږ د دې ممکنه کولو لپاره له شریکانو سره خپل تعامل ته دوام ورکوو.

د سوسپیلن میډیا لخوا د اوکراین د جنګي بندیانو د درملنې مرکز څخه پیټرو یاتسینکو له قوله ویل شوي چې کیف تل چمتو دی چې ټول نیول شوي روسان خوشې کړي او ټول هغه اوکراینیان بیرته کور ته راولي چې د مسکو لخوا نیول شوي دي.

یاتسینکو وویل، ټول خوشې شوي بندیان خوشبین دي. ډېر کمزوري شوي، ډېر کم خواړه ورکړل شوي، خو دا ټول د وخت خبره ده. د روسیې په بند کې له دوو څخه تر دریو کلونو وروسته، عادي ژوند ته د راستنېدو لپاره به یوه ستونزمنه پروسه وي.

په مسکو کې، د دفاع وزارت د می په ۲۴مه راپور ورکړ چې ۳۰۷ بندیان روسیې ته راستانه شوي دي. په خبرپاڼه کې زیاته شوې ده چې دغه سرتېري دا مهال په بیلاروس کې دي او طبي درمنلې لاندي دي .

خو په داسې حال کې چې په اوکراین کې کورنیو خپلو عزیزانو ته هرکلی ووایه، خو دا هیواد په ورته وخت کې په کیف او نورو ښارونو باندې د روسیې د دوو لویو هوایي بریدونو څخه ځورېده.

د دواړو خواوو تر منځ د ۱۰۰۰ کسانو تبادله به تر دې دمه تر ټولو لویه تبادله وي چې د پراخ یرغل له پیل راهیسې ترسره کېږي. پخوا ترسره شوې تبادلې د جګړې د پای ته رسولو په برخه کې کوم عملي پرمختګ نه دی راوستی.

روسیې د اوکراین، امریکا او اروپایي هېوادونو له خوا د ۳۰ ورځني اوربند غوښتنه رد کړې، او تر اوسه له استانبول وروسته کومې نوې ناستې ته نېټه نه ده ټاکل شوې.

XS
SM
MD
LG