د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
دوشنبه ۲۹ غویی ۱۴۰۴ کابل ۱۱:۱۱

زیلینسکي د امریکا له مرستیال ولسمشر او د بهرنیو چارو وزیر سره کتنه کې پر روسیې د فشار زیاتولو غوښتنه وکړه


ولسمشر زیلینسکي د امریکا له مرستیال ولسمشر جې ډي ونس سره د کتنې په حال کې
ولسمشر زیلینسکي د امریکا له مرستیال ولسمشر جې ډي ونس سره د کتنې په حال کې

د اوکراین ولسمشر ولودیمیر زیلینسکي پرون په روم کې د کاتولیک عیسویانو دمذهبي مشر څوارلسم لېو د لوړې د مراسمو په څنډه کې د امریکا له مرستیال ولسمشر جې ډي ونس او د بهرنیوچارو له وزیر مارکو روبیو سره وکتل.

د اوکراین د جمهوري ریاست له لوري د خپاره شوي بیان له مخې د دې خبرو پرمهال ښاغلي زیلینسکي هغه شرطونه چې د روسیې مرکچي پلاوي د تېرې جمعې په ورځ د ترکیې په استانبول ښار کې له اوکراین سره د سولې د خبرو په ترڅ کې وړاندي کړي وو، غیر حقیقي وبلل.

ښاغلي زیلینسکي پر خپله ایکس پاڼه په یوه جلا بیان کې ویلي دي چې اوکراین په رښتینې ډیپلوماسۍ کې ښکېلتیا او د سمدستي او بې قید او شرطه اوربند منلو ته چمتو دی.

اروپايي مشران هڅه کوي د اوکراین په جګړه کې له امریکا سره خپل دریځ همغږی کړي.

د جرمني خبري آژانس راپور ورکوي چې له ښاغلي زیلینسکي سره د ونس او روبیو په کتنه کې همداراز پر روسیې د نورو بندیزونو د لګولو د اړتیا، د روانې جګړې د وضعیت او د اوکراین او روسیې ترمنځ له هرې خوا د زرو تنو جنګي اسیرانو د خوشې کولو د موافقې په اړه خبرې وشوې. د اسیرانو تبادله د استانبول د سولې د خبرو یوازینۍ موافقه وه.

د راپور له مخې زیلینسکي ویلي دي چې پر روسیې د فشار راوستو ته تر هغه مهاله اړتیا لیدل کېږي چې جګړه یې نه وي درولي. دا په داسې حال کې ده چې ټاکل شوې د امریکا ولسمشر ډونالډټرمپ نن د روسیې او اوکراین له ولسمشرانو سره پر ټلفون خبرې وکړي. اروپايي مشران د ټرمپ او پوتین له خبرو مخکې هڅه کوي د اوکراین او روسیې د جګړې په مسئله کې خپل دریځ د ولسمشر ډونالډټرمپ له دریځ سره همغږی کړي.

د برتانیا صدراعظم کایر سټارمر تېره شپه د امریکا، فرانسې، جرمني او ایټالیا له مشرانو سره په دې اړه خبرې وکړې.

د رویټرز خبري آژانس د راپور له مخې په دې خبرو کې د بې قید او شرطه اوربند پر اړتیا او همداراز په دې اړه چې که روسیه د سولې په خبرو کې اوربند ته غاړه کې نه ږدي، نو باید بندیزونه پرې ولګول شي، بحث وشو.

د اوکراین پوځ پر دې هېواد د روسیې د بېساري پوځي حملې خبر ورکوي.

د فرانسې ولسمشر ایمانویل مکرون بېګا پر خپله ایکس پاڼه ولیکل چې سبا به معلومه شي چې د روسیې ولسمشر د هغه دېرش ورځني بې قید او شرطه اوربند منلو ته چې طرح یې ولسمشر ټرمپ وړاندې کړې او اوکراین اروپا یې ملاتړ کړی چمتو دی که نه؟

روسیه چې د جګړې په ډګر کې سوکه خو قاطع پرمختګ کوي، وېره لري چې له دې اوربند څخه به اوکراین، جګړې ته د ځان چمتو کولو په ګټه کار واخلي.

په همدې حال کې د اوکراین پوځ پر دې هېواد د روسیې د بېساري پوځي حملې خبر ورکوي. پوځ په یو بیان کې ویلي دي چې روسیې د مې د ۱۸مې په شپه د ۲۷۳ بې پیلوټه الوتکو په وسیله پر اوکراین برید وکړ. په دې حملو کې په پلازمېنه کییف کې یوه ښځه وژل شوې او درې نور کسان ټپیان شوي دي.

پر دنیپرو پیتروفسک او دونېڅک سیمو هم حملې شوې دي. اوکراین ویلي دي چې د روسیې ۸۸ ډرونونه یې ویشتلي دي او ۱۲۸ نور د اهدافو په ویشتلو کې پاتې راغلل.

XS
SM
MD
LG