د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
دوشنبه ۲۹ غویی ۱۴۰۴ کابل ۱۰:۳۷

په هند کې دېره افغان کډوال وايي چې د اقتصادي ستونزو له کبله یې ماشومان بې تعلیمه پاتې کېږي


د سید جمال الدین افغان په نوم په هند کې د افغان کډوالو ښوونځی
د سید جمال الدین افغان په نوم په هند کې د افغان کډوالو ښوونځی

په هند کې یو شمېر افغان کډوال وايي په دغه هېواد کې د اقتصادي ستونزو له امله یې ماشومان له زده کړو بې برخې دي. دوی په هند کې د افغان کډوالو د وضعیت په اړه د نړیوالې ټولنې پر بې غورۍ نیوکه کوي او وايي چې دوی هلته له ګڼو ستونزو سره لاس او ګریوان او له ناڅرګند راتلونکي سره مخ دي.

عبدالرشید حمیدي چې په هند کې د افغان کډوالو له ډلې دی هیله من دی چې دی او کورنۍ به یې بیا وکولای شي چې په هند کې واوسېږي. نوموړي آزادۍ راډیو ته وویل ”هیله مند یم چې موږ ته په هند کې د بیا استوګنې قرصت برابر شي تر څو امن هېوادونو ته ولاړ شو او هلته وکړای شو زده کړې وکړو، کار او له وېرې پرته ژوند وکړو.”

دی چې له کابو شپږو کلونو راهیسې په دغه هېواد کې مېشت دی وایي له ګڼو ستونزو سره مخ دی.
“موږ افغان کډوال په هند کې له ډېر بد حال سره مخ یو، اسناد نه لرو نو له همدې امله مو نه تعلیم ته لاسرسی شته او نه روغتونونو ته. موږ نه شو کولای چې قانوني کار وکړو، هره ورځ د کرایې، خوړو او درملو په اړه اندېښمن یو، ماشومان مو له ښوونځي پاتې دي.”

افغانان شکایت کوي چې له ۱۴ کلونو لوړ ماشومان یې په ښوونځيو کې نه منل کېږي.

په هند کې یوه بله افغان کډواله نوریه صدیقي چې له نهو کلونو راهیسې په دغه هېواد کې په بې برخلیکه حال کې ژوند کوي، د افغان کډوالو دستونزو په اړه وايي“د کډوالو د منونکو هیوادونو لکه د آسټرالیا او کاناډا له خوا د کډوالۍ د سهمیې تر کمولو وروسته له بد اقتصادي وضعیت سره مخامخ دي او د ماشومانو وضعیت یې هم څرګند نه دی.“

ډېری افغان کډوال په هند کې د خپلو ماشومانو زده کړو ته د نه لاسرسي له امله ځورېږي او وايي چې "که یې ماشومان له ۱۴ کلونو پورته وي، په دولتي ښوونځیو کې نه منل کېږي."

دوی وايي که یې ماشومان له څوارلس کلونو لوړ عمرونه ولري، د دغه هېواد په دولتي ښوونځیو کې نه منل کېږي او د اقتصادي ستونزو او دخصوصي ښوونځیو د لوړو فیسونو له امله نه شي کولای خپل ماشومان دغو ښوونځیو ته ولېږي.

عرفان چې له تېرو لسو کلونو راهیسې په هند کې ژوند کوي، په دې هېواد کې یې د افغان کډوالو د بېکارۍ د ستونزې په اړه ازادي راډيو ته وویل"په هند کې افغان کډوال له ډیرو ستونزو سره مخ دي چې تر ټولو مهمه یې بیکاري او اقتصادي ستونزې دي، ځکه دوی ته چیرې کار نه پیدا کیږي، که په دفترونو کې ورته کار پیدا شي کاري ویزه یا هم نور اسناد غواړي چې دوی یې نه لري."

دوی په هند کې د افغان کډوالو د وضعیت په اړه د نړیوالې ټولنې پر بې غورۍ د نیوکې ترڅنګ له ملګرو ملتونو او له اړوندو بنسټونو غواړي چې دستونزو د هواري لپاره یې جدي اقدامات وکړي او د دغو کډوالو د اوسېدو لپاره زمینه ور برابره کړي.

په هند کې د ۸ او ۹ زرو ترمنځ افغان کډوال په یو ان ایچ سي آر کې ثبت دي.

په هند کې د افغان کډوالو د انسجام د کمېټې مشر قيس ملک زاده د افغان کډوالو ستونزې مني او وايي“مخکې مو هند کې شاوخوا پنځه زره کډوال درلودل، خو په ۲۰۲۴ کال کې تقریبا له درېو تر څلورو زرو نور کډوال چې په تحصیلي ویزو هند ته راغلي وه، دوی هم له «یو ان اچ سي ار» سره ځانونه ثبت کړل او اوس له ۸ تر ۹ زرو افغان کډوال دلته هند کې له ملګرو ملتونو سره ثبت دي.”


تر دې مخکې یو شمېر افغان محصلینو چې د هند له پوهنتونونو فارغ شوي هم له ازادي راډیو سره پع خبرو کې د ویزو د نه تمدید او د هندي پولیسو له خوا یې د نیولو په اړه شکایتونه کړي وو.

هند شاوخوا درې کاله وړاندې د ۲۰۲۱ کال د اګست په ۱۵مه په افغانستان کې د طالبانو تر واکمنېدو وروسته په کابل کې خپل سفارت وتاړه او افغانانو ته یې د انلاین ویزې ورکول بند کړل، خو دې هېواد د ۱۴۰۳ کال په اسد میاشت کې اعلان وکړ چې دوی افغانانو ته د ویزې ورکولوپروسه بیا پیل کړې ده.

دا اقدام د سوداګرو او زده کوونکو له خوا په هند کې د خپلو زده کړو د دوام لپاره له هرکلي سره مخ شو.

XS
SM
MD
LG